fbpx

کندهاري چارواکي پر ټاپي غږېدلي

د کندهار چارواکیو د والي توریالي ویسا په مشرۍ د دې ولایت په شپږ ولسوالیو کې د ټاپي پروژې پر تطبیق بحث کړی.

په غونډه کې د کندهار والي ټاپي نړیواله پروژه بللې او ویلي یې دي، په دې ولایت کې ورته د یادې پروژې پر وړاندې هیڅ خنډ او ځنډ د منلو نه دی.

په دې غونډه کې د کندهار دننه د ټاپي پروژې پر امنیتي موضوعاتو، عامي پوهاوي او خلکو ته په ګټې رسېدو خبرې شوي.

ټاپي یا د ګازو نل‌لیکه هغه پروژه ده چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي.

Loading...