fbpx

خليلزاد نن له افغان ولسمشر سره د طالبانو او امريکا د تړون جزيات شريکوي

خبريال وېبپاڼه کابل/ ۲۸ اګست ۲۰۱۹- له طالبانو سره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليل زاد به نن په کابل کې د طالبانو او امريکا ترمنځ د شوني تړون جزيات له افغان ولسمشر اشرف غني سره شريک کړي.

د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولي د شوني تړون د جزياتو له شريکولو او د افغان حکومت له لوري د تړون ترمنلو وروسته به د امريکا او طالبانو ترمنځ شوی دسولي تړون لاس ليک شي .

طالبان هڅه کوي چې د سولې تړون يا په امريکا او يا هم په چين کې لاس ليک کړي ، خو امريکايي پلاوي لا له وړاندې د ناروې هيواد خبره کړې ده.

که څه هم د دغه تړون بشپړ جزيات نه دي په ډاګه شوي ، خو په قطر کې لا له وړاندي طالب مشرانو خبريال ډاټ کام ته ويلي چې :
طالب مشرانو د امریکا هغې غوښتنې ته هم غاړه ایښې چې د انخلا سره سم به په افغانستان کې اوربند اعلانېږي او دواړه لوري‌به یو پر بل بریدونه نه کوي .

طالب مشرانو د امریکا دا وړاندیز هم منلی چې موقت حکومت به نه جوړېږي ،خو د حکومت سره په خوا کې به یوه (شورا) کار کوي چې مشر به یې یو باتجربه په حکومت پوهه افغان وي او د مرستیالي‌چاري به یې د طالبانو د سیاسي دفتر د مرستیال ملا برادر اخوند له لوري پر مخ بیول کېږي‌.

دا شورا به یو اداري ‌بدن (بوډي) لري چې هغه کې به د افغانستان د بیلا بیلو قومونو استازي د معوینینو په توګه دنده مخ ته وړي ، خو د شورا پراخ والی لا تر اوسه نه دی په ډاګه شوی .که څه هم د شورا د جوړېدو په تړاو مخالفت نشته ،خو د هغې د اداري‌جوړښت او واک پر بنسټ مخالفتونه شتون لري .

سرچینه وایي، دا شورا به د حکومت سره هم مهاله روانه وي ،خو د هیواد د مشري ‌چاري ‌به د ولسمشر غني له لوري‌اداره کېږي‌،چې تر ډېره بریده به یې واکونه د شورا سره برابر وي .

د امریکا د متحده ایالاتو له لوري به دې شوراته (۲۰) بیلیونه ډالر ورکول کېږي‌اودا پیسې به تر ډېره په هغو سیمو کې پر بیا رغاونه مصرفېږي‌چې په تېرو نېژدې ۲۰ کلونو کې پاملرنه نه ده ورته شوې .

په قطر کې طالب سرچینو خبریال ډاټ کام ته وویل چې په پرېکړه لیک کې به دا هم شامل وي چې په جګړه کې ښکېلو وسله والو طالبانو ته به د همدې شورا له لوري معاشونه ورکول کېږي‌او له دوی نه به وړ کسان افغان پوځ او پولیسو ته جزب کېږي .

تر څو چې په بشپړه توګه امریکا یان له افغانستان نه وزي ، تر هغو به د طالب تر ولکې لاندي سیمي د طالبانو له لوري‌په امنیتي لحاظ ساتل کېږي‌،خو اداري چاري‌به یې د مرکزي‌حکومت او د هم دغې موقتي شورا له لوري‌اداره کېږي .

دا موقته شورا چې واکونه به یې په بین الافغاني‌خبرو کې واضح شي د دوو کلونو لپاره په پآم کې نیول شوې ده د همدې شورا تر څار لاندي به راتلونکې ټاکنې کېږي او په اساسي ‌قانون کې به بدلون راځي‌.

په قطر کې د خبریال ډاټ کام سرچینې وايي چې طالبان دې ټولو خبرو ته چمتو برېښي ،خو لا هم وخت غواړي چې په خپلو کې سره وغږېږي .

که د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوني تړون جزيات نن زلمی خليلزاد له افغان ولسمشر غني سره شريک کړي او د افغان حکومت له لوري ومنل شي نو دا به د طالبانو او امريکا ترمنځ شوي تړون ته برياليتوب وروبخښي ، خو که خدای مکړه د امريکا او طالبانو ترمنځ شوی تړون دافغان حکومت لپاره د منلو وړنه وي ، نو دا به په افغانستان کې د يوې نوې جګړې پيل وي .