fbpx

په غره کې د ورکېدو پرمهال باید څه وکړو؟

خبریال وېبپاڼه / ۲۸ اګست ۲۰۱۹ – غرختنه یوه جالبه او هيښوونکې تفرېح ده، چې ځیني خلک یې په حرفوي توګه او ځینې نور یې د یوې تفرېح په توګه ترسره کوي. لکه څرنګه چې هر ورزشي فعالیت ځینې ګټې او ښېګڼې لري؛ خو په څنګ کې ځینې عیبونه او بدګڼې هم لري، چې ښايي ترسره کوونکي کسان ورسره مخ کړي. موږ غواړو چې په دغه مطلب کې د غرختنې د یوې ستونزې او عیب په اړه خبرې وکړو، چې هغه په غره کې ورکېدل دي. په غره کې ورکېدل یوه بده پېښه ده، چې ځینې وخت حرفوي او یاهم تفریحي غرختونکي ورسره مخ کېږي. له دې ستونزې څخه د خلاصون لپاره ځینې حللارې شته، چې په لاندې کرښو کې به په لنډ ډول خبرې پرې وکړو.

۱ هرځای مو چې احساس کړه، ورک شوي یئ؛ نو همالته ودرېږئ

په هرډول شرایطو او په ځانګړې توګه د سختې واورې او باران د اورېدو پرمهال مو که دا احساس کړه، چې ورک شوي یاستئ او لاره مو غلطه کړې ده؛ نو هڅه وکړئ هرځای چې یئ همالته ودرېږئ او له دې فکر چې خپلې لارې ته باید دوام ورکړم، ډډه وکړئ. لږ صبر وکړئ، شاوخوا غږونو او همدارنګه لارو ته متوجه شئ. صبر وکړئ، چې شرایط لږ څه مساعد شول، وروسته بیا خپل حرکت پیل کړئ.

۲ هېڅکله له یو بل مه جلا کېږئ

د غرختني، په دښتو کې د چکر او همدارنګه په طبیعي ځایونو باندې د ګرځېدو پرمهال باید ترڅلورو کسانو پورې خپل ملګري له ځان سره ولرئ. د ورکېدو په صورت کې هڅه وکړئ، چې په هېڅ وجه له یو بل جلا نشئ. د پلټنې او لارې معلومولو لپاره هېڅ کله خپل کوم ملګری وړاندې مه استوئ، بلکې د دې پرځای خپل یو ملګری د شاه ساتنې لپاره وګومارئ، څو له شانه په پاتې کسانو پسې وي.

۳ – له خپلو جیبي یا ډيجيټلي نقشو کار واخلئ

کومه نقشه چې له ځان سره لرئ، را ویې باسئ، څو خپل موقعیت معلوم کړئ. د دې کار لپاره دا ښه ده، چې د خپل موبایل له «ګوګل مپ» څخه استفاده وکړئ؛ خو ځینو ځایونو کې ښايي ستاسو اینټرنېټ کار پرېږدي، نو ښه داده چې جیبي نقشه هم له ځان سره ولرئ او د هغو نښو، لوړو څوکو او ویالو په پیدا کولو سره چې په دغه سیمه کې شتون لري، خپل موقعیت معلوم کړئ. د دې کار لپاره دا ښه ده چې له ځان سره یوه قطب نما یوسئ. د قطب نما د نه شتون په صورت کې د لمر له موقعیت او یا د آسمان له روښنايۍ څخه استفاده وکړئ، څو په غره کې د ورکېدو له ستونزې خپل ځانونه وژغورئ.

۴ – لاسي ګړۍ له ځان سره ولرئ

که قطب نما مو له یاده وتلې وي، نو د لوري د پیدا کولو لپاره ځینې نورې لارې هم شته چې یوه یې هم د لاسي ګړۍ له عقربو څخه استفاده کول دي. تاسو کولای شئ، چې ساعت ګره عقربه لمر ته داسې ونیسئ، چې وړانګې یې مخامخ پرې ولګېږي. د ګړۍ(ساعت) له مرکز څخه د ګړۍ د دوولسو بجو د عدد په لوري په خپل نوک سره یوه فرضي کرښه ترسیم کړئ، د دغه فرضي کرښي او د ساعت ګرې عقربې ترمنځ نیمه جوړه شوې زاویه به تاسو ته جنوب لوری په ګوته کړي، د جنوب لوري په پیدا کولو سره تاسو کولای شئ، چې پاتې نور لوري هم پیدا کړئ.

۵ خپل ځای مو نښاني کړئ

څو ډبرې یو پربل کېږدئ او څو لښتې له یو بل سره غوټه کړئ، یو لرګئ په واوره کې ودروئ او یاهم د رخت له یوې ټوټې استفاده وکړئ. پردې مهال ټول لوري وګورئ او هر وار هغه ځای ته راشئ، چې نښه مو پرې درولې ده او د هغو نښو درولو ته دوام ورکړئ چې ستاسو د موقعیت د لوري له موندلو سره مرسته کوي. چې په دې سره به ورو ورو بېرته خپل ټاکلي ځای ته ورسېږئ.

۶ په لوړ غږ د خطر اعلان او چیغې وکړئ

ټول هغه موارد چې وړاندې مو کړل، ترټولو وروستۍ او مهمه مرحله یې دا ده، چې کله له خپلو ملګرو پاتې شوئ او د ژغورنې هېڅ لاره مو ونه مونده؛ نو په زوره زوره چیغې ووهئ، خپل لاسونه پر خوله ور ډولۍ کړئ او د چیغې وهلو پرمهال لاسونه ورو ورو له یو بل جلا کوئ او بېرته یې تړئ. هر لوري ته مخ واړوئ او دا عمل تکرار کړئ او وروسته بیا د دغو غږونو ځواب ته غوږ ونیسئ.
همدارنګه په اخر باید ووایو، که د شپې لخوا په غره کې ورک شوئ، نو لومړی باید اوبه پیدا کړئ، د اور لپاره خس او خځلې ومومئ او یوه داسې سرپنا پیدا کړئ چې له اوبو او باد خوندي وي.

همدارنګه له ځان سره باید مناسبې غذاګانې یوسئ. مخکې له دې چې د غرختنې په لور لاړ شئ، لومړی ځان ډاډه کړئ چې کافي ډوډۍ او اوبه مو را اخیستي او کنه.

ژباړه: روح الله زهیر

Your SEO optimized title page contents