fbpx

افغان حکومت؛ د پاکستان د بریدونو په اړه ملګرو ملتونو ته شکایت کړی

خبریال وېبپاڼه / ۲۸ اګست ۲۰۱۹ – د افغانستان حکومت د پاکستاني پوځيانو د بریدونو په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت کړی دی.

د تازه راپورونو له مخې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي چې پاکستان د افغانستان ارضي تمامیت نقض کوي او پر ځینو سیمو توغندي توغوي.

سرچینه وړاندې لیکي په شکایت کې ویل شوي چې پاکستانی حکومت په دې توګه نړیوال قوانین ماتوي او ملګرو ملتونو په تېره امنیت شورا ته په کار ده چې په دې اړه خپل دریځ روښانه کړي.

د کونړ چارواکي وایي، په تېره یوه میاشت کې تر ۸۰۰ ډېرې د هاوان مرمۍ او توغندي د پاکستان له خاورې د کونړ پر سرحدي ولسوالیو په تېره په شلتن ولسوالۍ کې لګېدلي دي. د دوی په خبره په دې بریدونو کې څلور تنه ټپیان او ځیني کورونه ویجاړ شوي.

پرون هم د کونړ یو شمېر چارواکو خبر ورکړی وو چې د دې ولایت پر سرحدي سیمو د پاکستان له خاورې د توغندیو توغول په وقفه یي ډول دوام لري.

پرون شپه هم لږ تر لږه ۲۶ توغندي د پاکستان له لوري د د کونړ ولایت پر شلتن ولسوالۍ توغول شوي دي .

له دې وړاندې هم افغان حکومت د کونړ ولایت پر ځینو برخو د پاکستان د توغندییز بریدونه په کلکه غندلي وو.

افغان حکومت ویلي وو د پاکستان دا عمل د نړیوالو اصولو خلاف دی او په افغانستان او سیمې کې د سولې او ثبات په برخه کې د پاکستان نه ژمنتیا ښکاره کوي.

خو دا ځل مرکزي حکومت د پاکستان له دې ډول تکراري عمل په اړه ملګرو ملتونو ته شکایت کړی دی چې ممکن په دې موضوع هم یوه ناسته ترسره شي.

يواځې کونړ نه دی چې د پاکستان له لوري پرې توغنديز بريدونه کيږي مګر له پاکستان سره په پوله پراته ننګرهار کونړ او نور ولايتونه هم ددغه هيواد له توغنديز بريدونو خوندي نه دي.