fbpx

انټرپول پولیس له افغان حکومت سره همکاري ډېروي

خبریال وېبپاڼه / ۲۸ اګست ۲۰۱۹ – د انټرپول پولیسو سکرتر جنرال یورگن ستاک له ولسمشر غني سره د لیدنې پر مهال ویلي چې جرمي کړۍ او د نشه يي توکو قاچاق وړونکي نه یوازې افغانستان بلکې ټولې نړۍ ته خطر دي.

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د انټرپول پولیسو سکرتر سره د ترورېزم د ګډو ګواښونو، د نشه یي توکو د تولید او قاچاق شبکو، پیسو وینځلو او د پیسو د غیر قانوني دوران په اړه بحث کړی دی.

د ستاک پر وینا دوی د یوه ځانګړي میکانیزم له مخې او د افغان حکومت له پلانونو سره سم غواړي د جرمي شبکو د پېژندلو، ددوی د مالي سرچینو د وچولو، ددوی د نیولو، د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو د شبکو د پيدا کولو او ورته نورو مواردو په برخه کې له افغان حکومت سره همکاري ډېره کړي.

ولسمشر غني هم په دغه لیدنه کې د یاد نړیوال سازمان له مشرتابه مننه کړې ده او هیله یې څرګنده کړې چې انټرپول په ټوله نړۍ کې له جرمونو او تهدیدونو ځانګړی او واضح تعریف ولري څو په دې ټوګه وکړی شي جرمي شبکې په رښتینې توګه د نړۍ له مخې ورکې کړي.

ولسمشر غني دې ته په اشارې چې ترورېزم، د نشه یي توکو د قاچاق شبکې او پیسې وینځل د سیمې په هیوادونو کې آزاد فعالیت لري وویل، ددې شبکو د فعالیت مخنیوی اړین دی او د دغو شبکو لمنځه وړلو لپاره باید نړیواله اجماع غښتلې شي.

هغه زیاته کړه، انټرپول سازمان باید په دې برخه کې د همغږې کوونکې مرجع په توګه عمل وکړي.

خبر پاڼه لیکي د ناستې په وروستیو کې ولسمشر غني وړاندیز وکړ چې د انټرپول سازمان غړي هیوادونه له دغو شبکو او سازمان شوو جرمو سره د مبارزې مؤثریت لپاره، خپلې تجربې له افغانستان سره شریکې کړي او د انټرپول پولیسو رهبران دې د دغو ګواښونو لمنځه وړلو لپاره، لس کلن ګډ لیدلوری برابر کړي.