fbpx

منظور پښتین: ریاست زموږ پرخلاف ښکاره جګړه اعلان کړې

خبریال وېبپاڼه/ ۲۸ اګست ۲۰۱۹ – د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ويلي چې د پاکستان ریاست زموږ پرخلاف ښکاره جګړه اعلان کړې او په روانه یوه اوونۍ کې یې زموږ یو شمېر کسان نیولي دي.

دا خبرې نن منظور پښتین د خپلو ملګرو او د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړیو د نیول کېدو په غبرګون کې، چې تازه د یوې اوونۍ په ترڅ کې د پاکستان د ریاست لخوا نیول شوي، کړې دي.

دی وایي، موږ چې کوم چېرته غونډه جوړوو او کوم ځای د حق غږ پورته کوو؛ نو ریاست مو نه ورته پرېږدي، زموږ ملګري له ځان سره وړي او بېلابېل کېسونه ورته جوړوي.
نوموړي د پي ټي اېم د مخکښ غړي ډاکټر عبدالحی وزیر د نیول کېدو په اړه وویل: «زموږ د غورځنګ غړی عبدالحی، چې اوس عدالت ته وړاندی شوی دی، دی به هم بې ګناه ثابت شي.»

د ده پروینا، پر عبدالحي سربېره زموږ نور ملګري هم چې په دې اوونۍ کې د پاکستان د پوځ لخوا نیول شوي، ټول بې ګناه دي او باید ژر تر ژره خوشي شي.

همدارنګه د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، چې دا ځل د احتجاجونو او خوځښتونو لپاره زیاتې تیاریانې روانې دي او په دې احتجاج کې چې له دېره اسماعیل خان، نورلایي او کوټې وروسته به ان تر اسلام آباده خځېږي، پر پي ټي اېم سربېره به د نورو قومومونو د ګوندونو مشران او خلک هم ګډون کوي.

د دوی پروینا، دا ځل به دغه لاریون او خوځښت دومره لوی وي، چې د اسلام آباد د فلج کېدو په معنا به وي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، چې اوس څه باندې ۲۵ مشران او غړي د پاکستاني پوځ په زندانونو کې دي او لسګونه نور غړي یې د حکومت لخوا ځورول کېږي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، که د پاکستان پوځ علي وزیر، محسن داوړ او د هغوی نور ملګري را خوشي نه کړي، نو دغو لویو احتجاجونو او لاریونونو ته به دوام ورکوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوې مخکښې غړې ثناء اعجاز هم تېره ورځ له ځینو رسینو سره په خبرو کې ویلي و، چې نن یې هم یو شمېر ملګري د پولیسو لخوا نیول شوي دي.

ثنا اعجاز د خپلو تازه نیول شویو ملګریو په اړه ویلي: «یو د سوات ادریس پاچا دی چې نیولی یې دی، دوې ورځې یې د حیات آباد په تاڼه کې تېرې کړې او نن یې زندان ته بیولی دی. زموږ بل ملګری شیراز مومند یې په اټک کې نیولی او د پې ټي اېم د پېښور فعاله ملګری ډاکټر عبدالحی وزیر یې نن د پېښور زندان ته یووړ او همدارنګه قاسم خان اڅکزی په بلوچستان کې نیول شوی دی.»

خو د پاکستان پولیس وايي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ځینې غړي یې د ریاست ضد شعار ورکولو او ټولنیزو رسنیو کې د دغه ریاست د ضد فعالیتونو په تور نیولي دي.

پې ټي اېم بیا وايي، چې دوی خپلې قانوني غوښتنې لري او تر وروستیو به د خپلو قانوني غوښتنو او حقونو ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي او دا مبارزه به تر هغه پورې کوي، څو چې ځورېدلو پښتنو ته خپل حقونه نه وي رسېدلي.

راپور: روح الله زهیر

Your SEO optimized title page contents