fbpx

د سريلانکا یو شمېر لوبغاړو پاکستان ته د تګ نه انکار کړی دی

خبریال وېبپاڼه / ۲۸ اګست ۲۰۱۹ – يوه لسيزه وړاندې په سريلانکايي لوبغاړو باندې په لاهور ښار کې خونړۍ برید ترسره شو او له هغې راهيسې هيڅ بهرنۍ لوبډله پاکستان ته د ورتګ زړه نه ښه کوي.

د دغه بريد وروسته پاکستان د کوربه توب سيالیو څخه محروم شو او خپلې کوربه توب سيالۍ د خپل هېواد بهر په عربي متحده اماراتو کې ترسره کوي.

پاکستان کریکټ بورډ خبر ورکوي چې سريلانکا لوبډله به د درې شل اوريزو او څو يو ورځنیو سيالیو لپاره پاکستان ته سفر وکړي.خو د (بي ډي کريک ټايم) د خبر له مخې چې بعضې سريلانکايي لوبغاړي اوس هم پاکستان ته د سفر لپاره زړه نه ښه کوي.

د يادې لوبډلې ویکټ ساتوونکي بيټسمين نېروشن ډېکويلا او تيسارا پریرا د خپل کريکټ بورډ څخه په ويسټ انډيز کورني کريکټ(کارابين پريمير ليګ) کې، چې دسپټمبر په څلورمه نېټه پيليږي د لوبيدو اجازه غوښتي ده.

د سريلانکا کریکټ بورډ د چارواکو وايي د نيوزيلینډ په وړاندې د روان سيريز د بشپړيدو وروسته به لوبغاړو سره ناسته ولري او هڅه به وکړي چې لوبغاړو ته ډاډ ورکړي، چې پاکستان ته سفر وکړي.

د سريلانکا کریکټ بورډ په وينا چې پدې خبرو کې به د سریلانکا د سپورټ وزير هرن فرننډو هم ګډون ولري.
د يادونې وړ ده چې د سریلانکا د کريکټ ملي لوبډلې سره د کمپيوټر اناليست په برخه کې هندی پانيش شيټي کار کوي او ممکن نوموړی د ویزې د ستونزو له کبله پاکستان ته سفر ونکړي.

عزيزالله عزيزي

Your SEO optimized title page contents