fbpx

د کونړ کرکټ اداره له تېرو څو ورځو راهيسې مسول نه لري

خبریال وېبپاڼه / ۲۸ اګست ۲۰۱۹ – د افغانستان کرکټ بورډ ادارې څلور ورځې وړاندې د کونړ ولایت لپاره د دې ادارې استازی (راز محمد) د یو ایمیل له لارې له دندې ګوښه کړی، خو پر ځای يې تر اوسه نه رسمي او نه هم سرپرست مسوول ټاکل شوی دی.

خبریال ډاټ کام ته د رارسېدلو اسنادو له مخې افغان کرکټ بورډ په یو ایمیل کې د کونړ کرکټ بورډ ولایتي ادارې مسوول ته لیکلي: ((تاسو ښاغلي راز محمد ته خبر درکوو، چې د کونړ د ولایتي کرکټ ادارې د مسول په توګه ستاسو دنده پای ته ورسیده، له نن څخه وروسته تاسې زمونږ استازی نه یاست)).

ایمیل کې راز محمد ته وړاندې لیکل شوي چې ستاسو د کار وروستۍ نېټه به د اګسټ ۲۴ مه وي، نو په ډیرې مهربانۍ سره له تاسو غواړو چې ټول هغه اسناد او وسایل چې په دې موده کې له تاسو سره دي، کریکټ بورډ ته تسلیم کړئ.

نوموړي ته ویل شوي دي چې ستا معاش او د تجربې خط به له هغې وروسته درکړل شي چې کله له کرکټ بورډ سره خپل حساب تصفیه شي.

له تېرې څه مودې راهيسې د کونړ کرکټ مسول پر ضد ځينو لوبغاړو پر ټولنيزو رسنيو غږ هم پورته کړی و، چې ګواکې نوموړی د کونړ کرکټ لپاره وړ شخص نه دی او کرکټ بورډ دې کونړ ته بل وړ شخص د مسول په توګه وروپېژني.

خو د تېرو څلورو ورځو راهیسې د کونړ ولایتي ادارې یاد مسوول له دندې ګوښه شوی دی، افغان کرکټ بورډ رسماً رسنیو ته په دې اړه څه نه دي ويلي، دغه راز د نوموړي پر ځای تر اوسه پورې نه سرپرست او نه هم کوم رسمي مسوول ټاکل شوی دی.

نوموړی د عزيز الله فضلي له لوري د کونړ کرکټ مسول ټاکل شوی و، چې د نږدې دریو میاشتو کار کولو وروسته د نوي رييس له لوري بېرته له دندې ګوښه شوی دی.
اوس په کونړ کې د کرکټ لوبغاړي د بل مسول د ټاکلو غوښتنه کوي او وايي که دا اداره څو ورځې نوره هم بې مسوله پاتې شي، نو ګڼې ستونزې به رامنځته شي.

د افغان کرکټ بورډ ولایتي مسوولین په دې ګیله مند دي چې په ناخبره توګه یوازې د یو ایمیل په واسطه له دندې ګوښه کېږي چې له ځانه خبر هم نه وي د ادارې رخصت شوی وي.

یو شمیر سرچیني بیا وایي چې افغان کرکټ بورډ ټول ولايتي مسولين په ايميل رخصتوي .

کرکټ پوهان بیا له دغې ډول کړنو سره مخالف دي دوی وایي چې د یوې معاملې له مخې د بورډ غړي رخصتیږي او پر ځای بل څوک ټاکل کیږي .

د یادولو ده افغان کرکټ بورډ په دې وروستیو کې د دې ادارې ۴۳ تنه کارکونکي د بودیجې د کمښت له کبله له دندو رخصت کړي دي.