fbpx

د نړۍ څو خطرناکې سمندرغاړې/ ساحلونه

خبریال وېبپاڼه / ۲۹ اګست ۲۰۱۹ – ځینې سمندرغاړې (ساحلونه) لکه څومره چې ښکلې او په زړه پورې برېښې، همدومره بیا مرګونې او خطرناکې هم دي. که تاسو غواړئ په خپلو رخصتیو کې دغو ځایونو ته لاړشئ، نو لاندې څو خطرناکې سمندرغاړې(ساحلونه) وپېژنئ:

۱- هانا کا پي آی

دغه سمندرغاړه(ساحل) په هاوايي کې ده، د جزیرې په دې برخه کې سمندر بې رحمه دی. لېونۍ څپې او لوی ګردابونه لري. په داسې حال کې چې ډېر ښکلی او په زړه پورې برېښي؛ خو د اوبو جریان یې فوق العاده قوي او تېز دی. حتا په دغه ځای کولای شی ووینئ، هغوی چې په دغو اوبو کې یې لامبو وهلو ته زړه ښه کړی، ډېری یې بېرته ژوندي نه دي راوتي. د سمندر په لور بېرته ګرځېدونکې څپې يې ډېرې قوي دي؛ ځکه دغه ساحلي سیمه د سمندر پروړاندې هېڅ لویې محافظتي ډبرې او غونډۍ نه لري.

۲- د نیرا سمیرنا سمندرغاړه(ساحل)

دا سمندرغاړه په فلوریدا کې ده. دغه سمندرغاړه په نړۍ کې د لویو غوښه خوړوونکو کبانو د حملې د مرکز په توګه یادېږي. په ۲۰۱۷ کال د فلوریدا نړیوال پوهنتون راپور ورکړ، چې په دغه ځای کې د یو کال په ترڅ کې دې سترو کبانو نهه(۹) حملې کړې دي او په ۲۰۰۸ کال کې خلک ۱۱۸ ځله له نهنګانو سره مخ شوي دي. په هرحال د لویو غوښه خوړوونکو کبانو د حملو له اړخه دا یوه ریکارډ لرونکې سمندرغاړه ده.

۳- په جنوبي افریقا کې د ګانسبای سمندرغاړه

دا یوه ډېره ښکلې سمندرغاړه ده، چې لوېديځه برخه یې د سیالانیانو او تماشاچیانو لپاره ترټولو ښه او غوره ځای دی. خو خپله په همدې سیمه کې باید د سپينو لویو کبانو ګواښ ته متوجه و اوسئ. البته تر هغه چې اوبو ته ور داخل نشئ، دا خطرناک کبان تاسو ته هېڅ خطر نه لري. د یوه راپور لمخې چې د دغه ساحل په څنډه کې په زیاته کچه وینه تشېږي، څو دغه کبان پرې راټول او کښتۍ ترې په امن پاتې شي.

۴- د کیپ ترییبولیشن سمندرغاړه

دا سمندرغاړه په اسټرالیا کې ده. که غواړئ چې په دې اوبو کې لامبو ووهئ؛ نو داسې پېړې جامې واغوندئ چې د نېش لرونکو او زهري حشرو پروړاندې مقاومې وي. ځکه دغه اوبه له داسې حشرو ډکې دي، چې ډېر خطرناک زهري نېشونه لري. په تروو اوبو کې زښته زیاتې تمساوې وي. ځايي خلک دا سپارښتنه کوي، چې سیلانیان او تماشاچیان باید د رودخانې له خولې او څنډې لرې و اوسي. که دغه معلومات او اطلاعات مو له لامبو وهلو نشي را ګرځولی او قناعت مو نه حاصلوي؛ نو بیا هغه لوی الوتونکي په نظر کې ونیسئ، چې خپلې لویې منګولې په سړي خښوي او کېدای شي چې لمنځه مو یوسي.

۵- په مکزیک کې د پلایازپيولیت سمندرغاړه

مستعار نوم یې د «مرګ سمندرغاړه» دی او په اړه یې د خبرو کولو او معلوماتو لپاره همدا نوم کافي دی، چې د نړۍ ترټولو خونړۍ او وژونکې سمندرغاړه ده. هرکال څه باندې پنځوس کسان پکې ډوبېږي، چې په اوس اوس کې دا شمېره یو څه راکمه شوې ده. څپې یې ډېرې خطرناکې دي.

۶- په بمبیي کې د چپاتي سمندرغاړه

دغه سمندرغاړه د ښار په زړه کې ده. ډېری خلک د ځان او ذهن آرامولو لپاره دغه سمندرغاړې ته ځي. دوی ته دا سپارښتنه کېږي، چې په هغو فصلونو کې چې موسمي بادونه لګېږي او موسمي بارانونه اوري، دې سمندرغاړې ته مه ځئ. ځکه په دې موسمونو کې یې خطر زیات او ښايي مرګونی و اوسي.

روح الله زهیر