fbpx

د طالب او افغان حکومت ترمنځ د خبرو د پیل شېبې او د ارګ ټينګارونه

خبریال وېبپاڼه / ۲۹ اګست ۲۰۱۹ – په داسې حال کې، چې په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ نهم پړاو خبرې مخ په ختمېدو دي او ښايي په نن او سبا کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د دوحې د شوني تړون جزیات له افغان حکومت سره شریک کړي او د افغان حکومت ترمنلو وروسته د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شي.

د احساس شېبې دي؛ په دوحه کې د طالبانو او مریکا ترمنځ پرځینو جزوي مسائلو خبرې لا شته، چې دومره جنجالي نه دي او ترلنډو بحثونو وروسته ښايي هوکړه لیک بشپړ شي. په یوه دوو ورځو کې ښايي خلیلزاد کابل ته راشي او له افغان حکومت سره دا ټول جزیات شریک کړي؛ خو افغان حکومت لا له مخکې پر ولسمشریزو ټاکنو، چې طالبان یې له مخکې او اوس ردوي، سخت ټينګارونه کوي او وايي چې هېڅکله له جمهوریت او ټاکنو نه تېرېږي؛ هغه څه چې طالب یې نه غواړي.

تېره ورځ د ارګ ویاند په یوه خبري غونډه کې وویل، چې حکومت به په هېڅ ډول حاضر نه شي، چې ټاکنې وځنډوي او هېڅکله به د دې ملي بهیر پرسر معامله ونه کړي. بلخوا طالبان غواړي بهرني ځواکونه ټول له هېواده ووځي؛ خو افغان حکومت بیا وايي چې نه! په اوسني وضعیت کې باید بهرني ځواکونه په هېواد کې و اوسي؛ ځکه امنیتي وضعیت داسې نه دی چې دوی دې ووځي.

سولې ته افغان ملت سخت تږی دی، له لسو میاشتو راهیسي په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرو اترو ته په تمه وو؛ اوږده موده ده؛ خو اوس چې ښايي په نن او سبا کې د طالب او افغان حکومت خبرې پيل شي او ښايي دا پروسه د دوحې له مذاکراتو زیاته جنجالي او کړکېچنه هم وي، تر دې به هم زیات وخت ونه نیسي. دا چې کوم لوری یې اوږدول غواړې له مخکې نشو ویلای؛ خو افغان حکومت مخکې له مخکې په هغو مواردو سخت ټینګارونه کوي، چې طالبان یې هېڅ نه غواړي: ټاکنې، جمهوریت او د طالبانو فرمایشونه نه منل هغه څه دي چې دولت پرې ټينګ ولاړ دی؛ سوله که ټاکنې؟ خو ملت بیا ټاکنې نه، بلکې سوله غواړي. سولې ته باید لومړیتوب ورکړل شي که سوله وي ټاکنې به هم په آرامه فضا کې ترسره شي.

بلخوا افغان حکومت مخکې له مخکې د طالبانو فرمایشونه ردوي او وايي چې افغان حکومت هېڅ اړه نه دی چې د سولې په خبرو کې د طالبانو فرمایشونه ومني. له مخکې توند ځي او وايي چې د طالبانو په څېر یوه ورانکاره ډله نشي کولای چې د یوه نظام او ټاکل شوي حکومت پروړاندې ودرېږي او فرمایشونه ورکړي.

سوله ترهرڅه مهمه ده، حکومت باید مخکې له مخکې داسې توندې او ټینګاري خبرې ونه کړي، خبرو ته غوره زمینه برابره کړي. هو! ملي ارزښتونه باید له پامه ونه غورځول شي، تېرې لاسته راوړنې باید په ځای پاتې شي؛ خو ځینې هغه موارد چې تېرېدل ترې د هېواد په زیان نه دي او د شاه تګ لامل نه ګرځي؛ خو د سولې پروړاندې خنډ کېږي، باید دومره ټینګار پرې ونه شي.

لیکوال: روح الله زهیر