fbpx

طالبانو د سولې ولسي حرکت یو غړی سخت شکنجه کړی دی

خبریال وېبپاڼه / ۲۹ اګست ۲۰۱۹ – په هلمند ولایت کې وسله والو طالبانو د پي پي ایم یا د سولې ولسي حرکت یو غړی تر مرګه وهلی او د مرګ ګواښونه یې ورته کړي دي.

پي پي ایم نن په یوې خپره کړې خبر پاڼه کې لیکلي دي چې د دې حرکت یو غړی سید رحیم امېد چي د هلمند په چانجیر سیمه کي استوګن دی، طالبانو نهه ورځي بندي کړی او ډول، ډول شکنجې یې ورکړي دي.

د سولې ولسي حرکت وایي، چې د دوی غړي ته ویل شوي چي یاده موضوع به پټه ساتي او تر څنګ به له سیمي څخه کډه کېږي، که چېري سرغړونه وشي، دی او د کورنۍ نور غړي به یې ووژني.

خبر پاڼه لیکي امېد وروسته تر هغه وسله والو طالبانو بندي کړی دی چي د سولي ولسي حرکت غړي موسی کلا ته د تګ پر مهال د وسله والو طالبانو ټولي اندېښنې ورحل کړې.

د سولې ولسي حرکت غړي وایي، چې د طالبانو له لوري د دوی له غړو سره هر وخت ناسم چلند او تاوتریخوالی کېږي، چې تر دې مخکي یو شمېر نور غړي هم فزیکي او روحي شکنجه شوي دي.

د سولې ولسي حرکت غړو ادعا کړې چې وسله والو طالبانو تر دې وړاندي د دوی یو بل غړی عبدالرازق پکیتاوال هم په پکتیا کي یوه میاشت بندي کړی و.

دغه راز وایي، تر دې څو ورځي مخکي هم د سولي ولسي حرکت نابینا غړی زهیراحمد زنداني طالبانو پورته کړی و او د لښکرګاه په عینک سیمه کي ئې د ټوپک په زور پرې خبرې کړې وې.

خبر پاڼه لیکي وسله والو طالبانو له لومړۍ ورځي څخه تر نن پوري په کندهار، هلمند، زابل، غزني، کندز، روزګان، پکتیا، کابل، بغلان، ننګرهار او یو شمېر نورو سیمو کي د سولي ولسي حرکت غړو ته د ګواښونو تر څنګه ویلي و که ژوند غواړئ نور د سولي چیغي مه وهئ.

د سولي ولسي حرکت غړي وایي، دوی ځکه د طالبانو له لوري داسي شکنجې زغملي دي چي د سولې روانو خبرو ته زیان ونه رسېږي خو اوس ځکه موضوع رسنیزه کوي چي خبره تر زغم ووتله.

خو طالبانو تراوسه د سولې ولسي حرکت د غړو د شکنجه کولو په تړاو څه نه دي ویلي.

له دې وړاندې هم په جون میاشت کې وسله والو طالبانو د سولې ولسي حرکت ۲۱ غړي له ځان سره بېولی وو.

د سولې ولسي حرکت د غړو پر وینا لرېو پرتو ولایتونو ته ورسره هر وخت په سفر کې د افغانستان د مختلفو ولایاتو د حرکت ولسي استازو ګډون کوي چې هدف یې د سولې پیغام نا امنو ولسوالیو ته رسول دي.

د سولې ولسي حرکت وایې په تېر يوه کال کي مشخصآ د دولت تر حاکميت لاندي سيمو کي د سولي او اوربند پيغام خپور کړی د دې تر څنګ ېې حکومتي او نړيوالو دروازو ته کښېناست تر څو ټولې ډلې د سولې پروسې ته قانع کړي.

دوی وایې اړتيا ده چي د طالبانو تر حاکميت لاندي نورو مشخصو سيمو ته ولاړ شي او هلته هم مېشتو افغانانو ته د سولي او اوربند پيغام ورسوو چي په دې سره به دا اسلامي، افغاني او تاريخي دنده ادا شوې وي.