fbpx

د نړۍ څو مرموزه او ناحل شوې معماوې

۱ – په لاس لیکل شوی «وینیچ» کتاب:

«وینیچ» د منځنیو پېړیو هغه په لاس لیکل شوی کتاب دی، چې تر اوسه یې دا نه ده معلومه چې په کوم لیک او ژبه لیکل شوی دی. له سلو کلونو راهیسې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ګڼ شمېر خلکو د دغې لاسي لیکنې د کوډ ماتولو لپاره هڅې وکړې؛ خو هېڅوک بریالي نشول چې پرې وپوهېږي. هغه انځورونه چې د کتاب په پاتې پاڼو کې لیدل کېږي، داسې ترې جوتېږي، چې دغه کتاب دې د درمل جوړونې، د ناروغیو د درملنې، ستورپېژندنې، پټو او رمزي علومو په اړه وي.

۲- د برمودا مثلث\

د برمودا مثلث د شمالي اطلس د اقیانوس په اوبو کې یو ځای دی، چې تر اوسه ګڼ شمېر الوتکې او بېړۍ پکې ورکې او ډوبې شوې دي. له ډېرو کلو راهیسي د دغه له رمزه ډکې ورکېدنې او ډوبېدنې په اړه بېلابېل دلیلونه وړاندې شوي، چې ځینې یې دا دي: د فضايي موجوداتو حمله، د هوا او اوبو ناسازګاري، د زمان درېدل او د فزیک ځينې قوانین. که څه هم د دغو پېښو په اړه په ډېری راپورونو کې اغراق ترسترګو کېږي؛ خو حقیقت دا دی، چې په دغه مثلث ډوله سیمه کې ډېر شمېر افراد او وسائل ورک او ډوب شوي دي او تر اوسه یې په اړه هېڅ کوم پوخ دلیل هم نشته. خو له نږدې پینځلسو کلونو راهیسي د برمودا د پېښو په اړه څه نه دي ویل شوي.

۳- د تورین کفن(Shroud of Turin)

د تورین کفن د کتان یوه ټوټه ده، چې د یوه سړي انځور په داسې حال کې چې پر صلب راځوړند دی، کښل شوی. ډېری کاتولیکان په دې باور دي، چې د کتان دغه ټوټه دې د عیسی مسېح کفن وي. دغه کفن اوس د ایټالیا د تورین ښار په «سنت جان» کلیسا کې ساتل کېږي. تر اوسه هېڅوک نه دي توانېدلي، چې پر ټوټه باندې د دغه انځور د چاپېدو د څرنګوالي په اړه یو د منلو وړ دلیل وړاندې کړي. همدارنګه هېڅوک نه دي توانېدلي چې له دې انځور څخه کاپي واخلي. راډیوکاربن څېړنې ښيي، چې دغه ټوټه په منځنیو پېړیو پورې اړه لري.

۴- د «ماري سلسلت» بېړۍ

د ماري سلست بېړۍ په ۱۸۶۰ کال په «نووا سکوتیا» کې اوبو ته ورټېله شوه. د دې بېړۍ لومړنۍ نوم «امازون» او اوږدوالی یې ۱۰۳ فوټه و او همدارنګه ۲۸۰ ټنه وزن یې درلود. لس کاله دغه بېړۍ ګڼو ستونزو کې وه، بېلابېل څېښتنان یې درلودل، تردې چې یوه ورځ په نیویارک کې پلور ته کېښودل شوه او بالاخره په ۳۰۰۰ ډالر وپلورل شوه. نوي څېښتن په بېړۍ کې اساسي بدلونونه راوستل او د «ماري سلست» په نوي نوم سره یې اوبو ته ورخوشې کړه.
نوی بېړۍ چلوونکی بنجامین بریګز ۳۷ کلن و چې له خپلې مېرمنې او یوې لور سره یې په دغه بېړۍ کې سپور او د ۱۸۷۲ کال په نومبر د ايټالیا په لور روان شو. هغه کسان چې په دې بېړۍ کې تللی و، یو یې هم بیا ونه لیدل شو. څه موده وروسته یاده سرګردانه بېړۍ په اقیانوس کې پیدا شوه او د سوارلیو یې هېڅ نښه او اثر نه لیدل کېدل، هېڅوک پکې نه وو او د بېړۍ چلوونکي له راپورونو پرته نور ټول اسناد او مدارک ورک شوي وو. د ۱۸۷۳ کال په لومړیو کې د ژغورنې دوې کښتۍ د اسپانیا په ساحل ودرېدې. په یوه کښتۍ کې له امریکايي بیرغ سره یوځای د یوه سړي مړی پروت و او په بله کښتۍ کې د پینځو کسانو مړي لیدل کېدل. ځیني په دې باور دي، چې چې دغه جسدونه د ماري سلست بېړۍ د سوارلیو دي؛ خو حقیقت دا دی، چې د دغو مړیو هویت هېڅ کله کشف نه شو.

۵ – د تایوس زمزمه(The Taos Hum)

د تایوس یا طبیعت زمزمه د دنیا په ډېری سیمو کې اورېدل کېږي. دغه غږ ترډېره په آرام او بې شوره چاپېریالونو کې اورېدل کېږي. دا غږ د هغه موټرسایکل له غږ سره ورته والی لري، چې ته وا له یوه لرې ځای را روان دی. دا غږونه تر ډېره د امریکا په متحده آیالتونو، انګلیستان او د اروپا په شمالي هېوادونو کې شته. که څه هم تر اوسه پورې د دغه غږ د سرچینې د موندلو او د هغه د ثبتولو لپاره ډېرې څېړنې شوې؛ خو تر اوسه هېچوک کومې پایلې ته نه دي رسیدلي.

ترټولو لوړه زمزمه تر اوسه د نیو مکزیکو د تایوس په کوچني ښار کې اورېدل شوې. په ۱۹۹۷ کال د امریکا کنګرې په دغه برخه کې د تحقیق لپاره د معتبرو علمي انستیتونو د پوهانو یوه ډله وګومارله؛ خو ترننه هېڅ یوه د دغې زمزمي علت ونه موند.

روح الله زهیر

Your SEO optimized title page contents