fbpx

عمران خان: پاکستانيان دې د کشمیر لپاره پراخ لاریونونه وکړي

خبریال وېبپاڼه/ ۳۰ اګست ۲۰۱۹ – د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له پاکستانیانو غوښتي چې له هند سره د اقداماتو پر ضد او د کشمیر پر ملاتړ دې لاریون وکړي.

عمران خان پرون په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي چې د کشمیر د خلکو له حقوقو دفاع کوي او پاکستاني وګړو ته هم په کار ده چې ددې موخې لپاره لارو او کوڅو ته راووځي او پراخ لاریونونه وکړي.

د عمران خان ترڅنګ نورو پاکستاني چارواکو هم ویلي دي چې دوی په هېڅ صورت د کشمیر په اړه د هند یو اړخیز اقدامات نه شي زغملی.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم ویلي چې، هند او پاکستان د کشمیر پر سر خپل کړکېچ پخپله هوارولی شي، خو که د ده منځګړیتوب ته اړتیا لري نو چمتو دی.

ډونالډ ټرمپ د اګست پر ۲۷ مه نېټه نریندرا مودي سره په لیدنه کې ویلي وو چې د دواړو هېوادونو منځګړیتوب لپاره چمتو دی، خو نرېندرا مودي یې په ځواب کې ویلي چې وضعیت تر کنټرول لاندې دی تر اوسه حالت سم روان دي.

خو د مودي او ټرمپ ترلیدو وروسته عمران خان په یوه ټلویزوني وینا کې وویل، چې هېواد به یې تر آخره پر کشمیر ولاړ وي او په دې برخه کې ترهرڅه تېرېدلای شي او ټينګار یې وکړ چې اسلام آباد به د کشمیر لپاره د خپل اټومي ځواک په کارولو کې وېره ونه لري.

د هند او پاکستان ترمنځ وروسته له هغې ترینګلتیا زیاته شوه چې نوې ډېلي له هندي کشمیر د کورواکۍ ځانګړی امتیاز واخیست او په دې سیمه کې یې اضافي امنیتي تدابیر ونیول.

په دې وروستیو کې د کشمیر همدغې مسئلې پر سر د پاکستان او هند ترمنځ ناندرۍ اوج ته رسېدلې دي. چین، امریکا، ملګرو ملتونو او نورو سیمه ییزو هېوادونو پر دواړو لورو د زغم او حوصلې غږ کړی دی.

بلخوا د هند او پاکستان د کړکیچ په دوام عربي متحدو امارات چې د خلیج یو تر ټولو مهم او اغېز ناک هېواد بلل کېږي لومړي وزیر نرېندرا مودي ته یې د دغه هېواد تر ټولو ستر (زاید مډال) ورکړی دی چې په پاکستانیانو یې اور بل کړی دی.

د اماراتو او بهرین مېډال پاکستانیان سخت پارولي دي په داسې حال کې چې هند د کشمیر ځانګړې خپلواکي ختمه کړې، پاکستانیانو له دواړو هېوادونو د دغسې یو کار تمه نه درلوده.

په همدې حال کې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د هند حکومت تازه اقدام پر ضد د اسلامي هېوادونو یو موټی کولو لپاره د پاکستان لومړی وزیر عمران خان هلې ځلې کوي.

عمران خان له دې مخکې د اګست پر ۱۴ د پاکستان تر کنترول لاندې کشمیر کې د وینا پر مهال ادعا وکړه چې د نړۍ یو نیم میلیارد مسلمانان د کشمير پر موضوع یوه خوله دي، خو په خبره یې واکمنو کې اتفاق نشته.

د یادولو ده له دې مخکې عربي متحدو اماراتو دغه مډال د روسيې ولسمشر ولادیمر پوتین، ملکې الېزابت او چینايي ولسمشر شي ژینګ پین ته ورکړی وو خو دا ځل دغه مډال مودي ترلاسه کړ.