fbpx

د پاکستان حکومت د راتلونکو ټاکنو نېټه اعلان کړه

د حکومت واک  به تر بیا ټاکنو پورې د لومړي وزیر په لاس کې وي.

د پاکستان حکومت وايي، ایالتي او عمومي ټاکنې به د راتلونکې جولای میاشتې په ۲۵مه نیټه ترسره شي.

د ولسمشر ممنون حسین پنځه کلنه دوره د روانې مې میاشتې په ۳۱مه نیټه پای ته رسیږي.

راپورونه وايي، د حکومت واک  به تر بیا ټاکنو پورې د لومړي وزیر په لاس کې وي.

تر اوسه څرګنده نه ده چې اوسنی لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي او که اپوزیسیون مشر خورشید شاه به حکومت په واک کې واخلي.

د پاکستان په اویا کلن تاریخ کې په لومړي ځل په ۲۰۱۳ کال د حکومت سولییز لیږد ترسره شو.