fbpx

شادمن اسلام: راشد خان څخه ویره نه لرو

خبریال وېبپاڼه / ۳۱ اګست ۲۰۱۹ – شادمن اسلام هغه لوبغاړی دی چې د افغانستان خلاف په يوازينۍ ټيسټ لوبه کې به د پیلیز توپ وهونکي په توګه میدان ته راښکته کېږي.

نوموړی وايي په کورنيو سيالیو کې له راشدخان څخه هم له ښو توپ وهونکو سره مخ شوی دی او له همدې کبله د راشدخان د توپ اچونې څخه کومه ويره نه لري.

شادمن اسلام له خپلو لوبغاړو هغه هم وغوښتل چې له راشدخان څخه کومه ويره احساس نه کړي او د هغه په وړاندې ښه لوبه وکړي.

هغه وويل: (مونږ له هغه څخه کومه ويره او ستونزه نلرو، ټيسټ او نور فارمټونه سره توپير لري، مونږ د کورنيو سيالیو پر مهال له دې هم ښو توپ اچوونکو سره مخ شوي يو، له همدې کبله د هغه د توپ اچونې په وړاندې به ډيره ستونزه ونلرو. که چيرې مونږ په ښه ذهن او حس سره لوبه وکړو، کومه ستونزه به نه وي.)

نوموړي په ورته وخت کې وويل چې افغانستان بهترین ورو توپ اچوونکي لري، د هغوی په وړاندې د توپ پريښودل به يوه ښه ستراتيژي وي.

(( زه په دې خبر يم چې افغانستان د راشد، نبي په څير ښه سپنران لري، زياتره د فاسټ بالينګ په پرتله د دوی سپنران خطر پيښوي. زما خپل پام به په دې وي چې ځینې خطرناک تاويدونکي توپونو به پريږدم.))

شادمن اسلام د بنګله دېش کريکټ ملي لوبډلې لپاره درې ټيسټ لوبې کړي او د نيوزيلينډ په سفر کې د بنګله ديشۍ لوبډلې سره يو ځای و، که څه هم نوموړي په ښه سټارټ يا پيل ورکړ، خو بیا يې هم ستر اننګزونه ترسره نکړل او يوازې يوه نيمه سليزه ېې جوړه کړه.

نوموړي د نيوزيلینډ په سفر کې د خپلې ناکامۍ په اړه وويل چې د هغه ځای پيچونه د بونس يا اوچتو توپونو لپاره دي او ما خپله په بونس ويکټ کار نه و کړی.

(( د نیوزیلینډ سيريز لپاره ما په بونس ویکټ تمرین نه و کړئ، خو راتلوونکي کې به زما هڅه دا وي چې د حالتو مطابق خپل تيارۍ ولرم او ستر اننګزونه ولوبوم.))

ټاکل شوې چې د افغانستان او بنګله دېش کریکټ ملي لوبډلو ترمنځ به يوازينۍ ټيسټ لوبه د سپټمبر په پنځمه نېټه پیل شي او له دې سيالۍ وروسته به درې اړخیز شل اوریز سيريز ترسره شي.

هيره دې نه وي چې افغانستان به سبا د بنګله دېش کریکټ بورډ الیون لوبډلې خلاف هم دوه ورځنۍ تمريني سيالۍ ترسره کړي.

عزيزي

Your SEO optimized title page contents