fbpx

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان دې د پښتنو پر وړاندې ظلمونه پای ته ورسوي

خبریال وېبپاڼه / ۳۱ اګست ۲۰۱۹- د بښنې نړیوال سازمان له پاکستاني ریاسته غوښتي چې په دې هېواد کې دې د پښتنو د حقونو د مدافعانو ځپل پای ته ورسوي.

د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې مرستیال عمرواړایچ له اسلام اباده غوښتي چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ پر وړاندې هر ډول ظلم تیری او ځپونکي اقدامات باید نور پای ته ورسوي.

نوموړي له پاکستاني ریاسته په کلکه غوښتي چې د دې غورځنګ ټول توقیف شوي غړي او نور سوله ییز فعالان باید سمدستي خوشې شي.

یاد سازمان دغه غوښتنه داسې مهال کوي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پرضد ځپونکی کمپاین د دې غورځنګ د څو نورو غړو په نیول کېدو سره لا سخت شوی دی.

د څو اونیو راهیسې په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړیو پر وړاندې پاکستاني پوځیانو سخت اقدامات پیل کړي دي دوی وخت،ناوخت په پېښور او په شمالي وزیرستان کې د پي ټي ایم مخکښ غړي وار په وار سره نیسي او تر زندانه یې رسوي.

څو میاشتې وړاندې هم په پاکستان کې د ( پي ټي ایم) دوه مخکښ مشران علي وزیر او محسن داوړ چې دواړه د دې غورځنګ کلیدي غړي شمېرل کېږي، په زیاته اندازه پرې غورځنګ حساب کاوه د پاکستاني پوځیانو له لورې نیول شوي دي دا مهال دواړه په پېښور مرکزي او نورو زندانونو کې پراته دي.

د پي ټي ایم مخکښ غړي علي وزیر او محسن داوړ په دې تورن شوي دي چې ګواکې د شمالي وزیرستان په خړ کمر سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر یوې پوسته یې برید کړی وو چې په نتیجه کې پکې پنځه پاکستاني پوځیان هلاک شوي وو.

خو علي وزیر او محسن داوړ دواړو د ریاست او پوځیانو دا تورونه بې بنسټه وبلل دوی وویل؛: د خړ کمر په سیمه کې پر پوځیانو دوی برید نه دی کړی، بلکې پوځیانو د پي ټي ایم پر احتجاجي کاروان برید کړی وو چې په پایله کې ۱۳ تنه غړي شهیدان او تر ۴۵ پورې نور غړي یې ټپیان شوي وو.

په ورته وخت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، چې د پاکستان ریاست زموږ پرخلاف ښکاره جګړه اعلان کړې او په روانه یوه اوونۍ کې یې زموږ یو شمېر کسان نیولي دي.

دا خبرې وړمه ورځ منظور پښتین د خپلو ملګرو او د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړیو د نیول کېدو په غبرګون کې، چې تازه د یوې اوونۍ په ترڅ کې د پاکستان د ریاست لخوا نیول شوي، کړې دي.

منظور پښتین وایي، موږ چې کوم چېرته غونډه جوړوو او کوم ځای د حق غږ پورته کوو؛ نو ریاست مو نه ورته پرېږدي، زموږ ملګري له ځان سره وړي او بېلابېل کېسونه ورته جوړوي

خو د پاکستان یو شمېر پولیس مشران وايي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ځینې غړي یې د ریاست ضد شعار ورکولو او ټولنیزو رسنیو کې د دغه ریاست د ضد فعالیتونو په تور نیولي دي.

پې ټي اېم بیا وايي، چې دوی خپلې قانوني غوښتنې لري او تر وروستیو به د خپلو قانوني غوښتنو او حقونو ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي او دا مبارزه به تر هغه پورې کوي، څو چې ځورېدلو پښتنو ته خپل حقونه نه وي رسېدلي.

Your SEO optimized title page contents