fbpx

د هند په اړه په زړه پورې معلومات

خبریال وېبپاڼه / ۳۱ اګست ۲۰۱۹ – ښايي تر اوسه مو چې د هند په اړه ډېر څه اورېدلې، د هغه د خوراکونو او فېلمونو په اړه وي؛ خو پردې سربېره د دغه هېواد په اړه ډېر نور جالب معلومات هم شته، چې ښايي په اړه مو یې ډېر کم یا هېڅ نه وي اورېدلي. په دې مطلب کې به د رنګونو او درملو د هېواد له جالبو قوانینو او حقایقو خبر شئ.

دا چې په هند کې ګڼ بېلابېل نژادونه، فرهنګونه، ژبې او مذهبونه شتون لري؛ نو له همدې امله د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه سیالانیان راځي او له دې لرغوني هېواده لیدنه کوي. خو له ورتګ مخکې به دا ښه وي، چې په اړه یې لازم معلومات له ځان سره ولرو.

دلته به د یاد هېواد څو جالب قوانین او حقیقتونه در وپېژنو:
۱ – هند د ۱.۲ میلیارد نفوس په درلودو سره د نړۍ ترټولو لوی دیموکراټیک حکومت دی.
۲ – په هند کې د «کومب میلا» په جشن کې د ګدون لپاره تر ۱۰۰ میلیونه زیات کسان دغه هېواد ته راځي، چې په نړۍ د انسانانو ترټولو لویه غونډه او یوځای کېدنه بلل کېږي.
۳ – په هند کې د هندوانو په کالیزه(جنتري) کې شپږ موسمونه شامل دي: پسرلی، اوړی، د باران موسم، منی، ژمی او له پسرلي مخکې(یعنې د پسرلې د پیل شپې او ورځې).
۴ – له هند څخه د هندي روپیو ایستل د بهرنیانو لپاره غیرقانوني دي.
۵ – په هند کې یو سړی دی، وايي اوویا کلن دی خو تر اوسه یې نه څه خوړلي او نه یې څه شی څيښلي دي! ډاکټران له ګڼو آزمایښتونو او څېړنو وروسته هم ونه توانېدل، چې داسې یو څه څنګه شوني دي.
۶ – د یوې ورځې لپاره هند د بمبيي ښار د هوا تنفسول د سلو سګرېټو له څکولو سره برابر دي.
۷ – په نړي کې ترټولو لویه کورنۍ چې یوځای سره اوسېږې، په هند کې ده. د دغې کورنۍ مشر ۳۹ مېرمنې او ۹۴ زامن او لورګانې لري.

۸ – د هند په یوه ایالت کې هغو پولیسو ته تر نورو زیات معاش ورکول کېږي، چې برېت لري.
۹ – د هند په «غربي بنګال» کې غویان باید انځور لرونکی پېژندکارټ ولري!
۱۰ – په هند کې د هرې ګړۍ په ترڅ کې یوه مېرمن د مهریه اړوند جرمونو له خاطره وژل کېږي.
۱۱ – د نړۍ اویا سلنه درمل په هند کې تولېدېږي.
۱۲- که په هند کې یو سړی وغواړي چې د یوه بېګ مګ ساندویچ د رانیولو لپاره کافي پيسې تیارې کړي، نو تقریباً شپږ ساعته کار باید وکړي!
۱۳ – په هند کې ۵۳ سلنه کورونه د لاسونو د وینځلو ځای(دستشوی) نه لري.
۱۴ – له ۲۰۰۴ کال راهیسي یوازې د یوه کس رای ورکوونکي لپاره په ځنګل کې د رای ورکونې یوه حوزه جوړېږي.
۱۵ – «Anal» یوه ژبه ده، چې په هند کې ۲۳ کسان خبرې پرې کوي.
۱۶ – په هند کې د «عشق کومانډویانو» په نوم یوه ډله ده، چې له هغه عاشق او معشوقې ساتنه کوي، چې قومونه یې سره بېل او مختلف وي، څو کوم څوک آزار ورته ونه رسوي.
۱۷ – «ګیلوک» سرطان ضد درمل دی، چې په امریکا کې یې بیه ۷۰ زره ډالر ده، په داسې حال کې چې په هند کې د هغه بیه یوازې ۲۵۰۰ ډالر ده؛ ځکه په دغه هېواد کې انحصاري کېدای نشي.
۱۸ – په هند کې یوه چالاک سړي څو ځله تاج محل، د هند پارلمان او د دغه هېواد نور تاریخي آثار پلورلي دي! نوموړی په ۱۱۳ کاله زندان محکوم شو؛ خو نهه ځله له زندانه وتښتېد! په وروستي ځل چې له زندانه وتښتېد، ۸۴ کلن و.
۱۹ – په هند کې هرکال له ۱۰۰ تر ۵۰۰ زرو پورې ماشومان سقط کېږي او دا یوازې له دې خاطره چې د جنین جنیست هلک نه، بلکې نجلۍ وي.
۲۰ – ترټولو شتمن هندو «موکش آمباني» نومېږي، چې کور یې یو میلیارد ارزښت لري. دغه کور په ۲۷ پوړو کې جوړ شوی دی او پر سر یې د هلیکوپټرو درې هوايي ډګرونه، یو شپږ پوړیز پارګېنګ، ۶۰۰ خدمتکاران، یو څلور پوړیز را ځوړند شوی بڼ او یوه سینما لري.
۲۱ – په هند کې د کولي په نوم یوه قبیله ده، چې پر مړي زښت زیاتې خوښۍ او ګډاوې کوي او د یوه ماشوم زېږېدنه یوه بده او غمګینه پېښه بولي او په زېږېدو یې سخت خپه کېږي.
۲۲ – په هند کې «طلايي معبد» هره ورځ ۱۰۰ زرو کسانو ته نباتي خوراکونه ورکوي، پرته له دې چې د هغوی نژاد، ژبې او مذهب ته وګوري.
۲۳ – د هند کورنۍ مېرمنې د نړۍ ۱۱ سلنه سره زر لري!
۲۴ – د بنګال پړانګ د هند ملي ژوی دی!
۲۵ – په هند کې د «مسېح مجسمې» د پښو له ګوتو څخه په مرموز ډول اوبه راڅڅي. خو وروسته معلومه شوه، چې دغه اوبه له یوه تشناب څخه چې له مجمسې سره نږدې جوړ و، را تللې.

روح الله زهیر

Your SEO optimized title page contents