fbpx

ټرمپ: تراوسه د سرتېرو د ایستلو په سر هوکړه نه ده شوې

خبریال وېبپاڼه / ۳۱ اګست ۲۰۱۹ – ټرمپ وایي، تر اوسه د دوحې په مذاکراتو کې د سرتېرو پر ایستلو هوکړې ته نه دي رسېدلي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه په یاد هېواد کې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، په دوحه کې خبرې له طالبانو سره ښې پر مخ ځي خو تر دې دمه د سرتېرو پر ایستلو هوکړې ته نه دي رسېدلي.

د ډونالډ ټرمپ پر وینا امریکا او وسله وال طالبانو تر اوسه په دې مذاکراتو کې د سرتېرو د ایستلو پر سر کومې معاملې ته نه دي رسېدلي خو هڅه کېږي چې دا مسئله نهایي شي.

تر دې وړاندې ټرمپ په یوې مرکه کې ویلي و، چې له وسله والو طالبانو سره له هر ډول هوکړې وروسته به هم امریکا په افغانستان کې خپل ۸۶۰۰ پوځيان پرېږدي.

نوموړی دا خبره په داسې وخت کې کوي چې دوحه کې د امریکایي پلاوي او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو نهم پړاو دوام لري.

خو یو شمیر سرچیني بیا وایي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د لومړنۍ هوکړې له مخې تمه ده له افغانستان شاوخوا شپږ زره امریکايي سرتیري وایستل شي، چې په دې سره به د امریکا شاوخوا نهه زره سرتېري په افغانستان کې پاتې شي.

د امریکا یو شمېر سیاسي شنونکي بیا وایي، ګڼ شمېر امریکایي ځواکونه به د افغانستان وضعیت ته په کتو له دغه هېواد څخه وویستل شي، د د دوی پر وینا که په افغانستان کې وضعیت نامعلوم وي امریکایي ځواکون به له دې هېواده ونه وځي.

په ورته وخت کې د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزف دنفورډ یو وار بیا ویلي، چې امریکا نه غواړي افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په پټن ځای بدل شي.

نوموړی زیاتوي چې امریکا د افغانانو تر منځ د یوې هوکړې په لټه کې ده. نوموړي ویلي، دوی د افغانانو تر منځ د داسې خبرو په اړه فکر کوي چې په افغانستان کې د سولې او امنیت سبب شي، څو افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په پټنځای بدل نه شي.

ډونالډ ټرمپ نږدې درې کاله وړاندې مخکې تر دې چې د امریکا د ٢٠١٦ کال ولسمشریزې ټاکنې وگټي، په ټاکنیزو مبارزو کې یې دا ژمنه کړې وه چې له افغانستانه به امریکایي ځواکونه په بشپړه توګه باسي او په افغانستان کې به دغې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

اوس له همدې امله ټرمپ غواړي امریکایانو سره پخوانۍ کړې وعده پوره کړي او په همدې توګه د ۲۰۲۰ کال ټاکنو وړاندې خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي.