fbpx

نيپال کې یو میین د خپلې وینې له ډالۍ کولو وروسته ومړ

خبریال وېبپاڼه / ۳۱ اګست ۲۰۱۹ – نيپال کې یوه ځوان خپل لاس غوڅ کړی او وروسته یې خپله وینه په یوه بوتل کې خپلې معشوقې ته ډالۍ کړې ده.

دغه پېښه تېره سه شبنه د نيپال د شنکر نګر ښار ننګانالور سیمه کې شوې ده.

دغه ځوان وروسته له هغه چې د خپلې مینې یا معشوقي لخوا یې زړه ماتېږې، خپل لاس د ښيښې په یوه مات شوي بوتل غوڅوي او وینه یې په یوه بل بوتل کې خپلې معشوقي ته د ډالۍ په توګه ور استوي او وروسته بیا په یوه روغتون کې مري.

د «dailyhunt» د خبر لمخې دغه ځوان کماریزا نومېده او یو ترکاڼ و او له څو کلونو راهیسي پر یوه نجلۍ میین و.د سرچینې پروینا، نجلۍ له څو ورځو راهیسي دغه ځوان ته ټلیفوني ځواب نه و ویلی او هم یې پرې نورې هرډول ټولینزې شبکې بندې کړې وې.

کماریزا د نجلۍ له دې کار سخت خپه او زړه ماتی شوی و او کډه یې یوه بل کورته یووړه او له هېچا سره به یې لیده کاته نه کول.

سرچینه وايي، چې نوموړی د سه شنبه په ورځ له خپل ملګري مټو سره یوځای یوې شراب خونې ته تللی و او هلته د شرابو څښلو له امله زیات نشه شوی و، چې پرهمدې مهال یې د اوربشو یا بیرو د اوبو بوتل مات او خپل لاس سخت پرې ټپي کړ.

«dailyhunt»راخیستي وروسته نوموړی ځوان خپله له لاسه راوتلي وینه د اوربشو په یوه بل تش بوتل کې اچوي او خپل ملګري متو ته یې ورکوي، چې هغه یې د ده لخوا د نوموړي نامرده معشوقي ته ډالۍ کړي.

نوموړي په همدې ځای کې د ځانوژنې هڅه هم کړې وه او غوښتل یې چې د مات شوي بوتل پر ښيښو خپله غاړه پرې کړي؛ خو متو یې مخه نیولې وه او وروسته یې پر نورو ملګرو غږ وکړ او تر روغتون پورې یې ورساوه.
کماریزا چې کله روغتون ته رسېږي، حتا هلته ډاکټرانو ته هم د دې اجازه نه ورکوي، چې د نوموړي درملنه وکړي. لږ وروسته بېهوښه شو او هملته په روغتون کې مړ شو.
د «dailyhunt» پروینا چې د شنکر نګر پولیسو دغه قضیه ثبت کړې او په دې اړه یې خپلې څېړنې هم پیل کړې دي.

دا لومړی ځل نه دی، چې یو میین د خپلې معشوقي لپاره ځان ورکوي، تر دې وړاندې هم د نړۍ په ګوټ ګوټ کې داسې پېښې شوې، چې یو معشوق د خپلې معشوقې او یوې معشوقې د خپل معشوق لپاره ځان له لاسه ورکړی دی؛ خو دلته ترټولو جالبه دا ده، چې لومړی معشوق خپلې معشوقې ته خپله وینه ډالۍ کوي او وروسته مري.

روح الله زهیر

Your SEO optimized title page contents