fbpx

د کورنیو چارو او ملي دفاع وزیران کندز ولایت ته تللي

خبریال وېبپاڼه / ۳۱ اګست ۲۰۱۹ – وروسته له هغې چې وسله واله والو طالبانو د کندوز ښار د ځینو برخو د نیولو ادعا وکوله د افغانستان ملي دفاع وزير اسدالله خالد، د کورنيو چارو وزير مسعود اندرابي او د ناټو قوماندان جنرال سکاټ مېلر کندوز ښار ته مشترګ ګډ سفر وکړ.

اسدالله خالد نن له غرمې وروسته په داسې حال کې کندز ته ولاړ چې طالبانو د یاد ولایت د نیولو په موخه ډله‌ییز برید کړی وو خو د امنیتي ځواکونو له لوري یې برید مات شوی دی.

دغه درې لوړ پوړي نظامي چارواکي نن له غرمې وروسته په داسې حال کې کندوز ښار ته تللي چې هلته اوس هم د ولایت په ځینو برخو کې پراخه جګړه روانه ده.

افغان حکومت هم وایي، چې وسله والو طالبانو د یاد ولایت د نیولو په موخه ډله‌ییز برید کړی وو خو د امنیتي ځواکونو له لوري یې برید تر دا مهاله مات شوی دی.

په دغې جګړه کې پراخ تلفات اوښتی دی تر دا مهاله پورې د یو شمېر کسانو د شهادت خبر ترلاسه شوی دی او لسګونه نور ټپیان شوي دي. حکومت هم ادعا کړې چې وسله والو طالبانو ته یې پراخ تلفات اړولي دي.

دا مهال پر کندز د وسله والو طالبانو د برید پر وړاندې خاص امنیتي ځواکونو، ملي اردو، ملي پولیس او هوایې ځواکونه په ګډو عملیاتو بوخت دي تر څو یادې ډلې ته په بشپړه توګه ماته ورکړي.

نن سهار وسله والو طالبان خبر ورکړی وو چې د کندز ځيني برخي يې نيولې دي، سیمه ییزو خلکو هم ویلي وو چې خان آباد بندر، امام صاحب بندر، زاخیلو، کابل بندر، زرخرید او سه درک سیمو کې طالبان ليدل شوي وو.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي بیا وایي، چې یادې سیمي یې بېرته په بشپړه توګه په خپل واک کې اخیستي دي او په لسگونه طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

رحیمي زیاتوي، فعلاً د کندز په ښار کې امنیتي وضعیت کاملاً د ډاډ وړ دی او په شا او خوا سيمو کې د افغان ځواکونو له لوري تصفيه وي عملیات روان دي.

د يادولو ده چې د شپې ۱ بجه وسلوالو طالبانو د کندوز ولايت په مرکز له څلورو خواوو بريدونه پيل کړل، چې په لومړي سر کې يې يو شمېر سيمې هم تر کنټرول لاندې راوستې، خو وروسته کمانډو ځواکونه ښار ته ورسېدل او ښار کې ځای په ځای شو.

Your SEO optimized title page contents