fbpx

چې ښارونه ساتلای نه شي، د نیولو هڅه یې ولې کوي؟

خبریال وېبپاڼه / ا سېپټمبر ۲۰۱۹ ـ هلته په قطر کې د سولې ډرامه روانه ده او هڅه کېږي چې جنګیالي طالبان د جګړو له سنګرونو را ښکته او سوله ایز او مدني ژوند ته یې را وبولي، خو دلته طالبان لا هم پر خپل زاړه خره سپاره دي او هماغسې خپل وحشت ته دوام ورکوي، د دوی جګړه یوازې تخریبي اړخ لري او نور هېڅ لاسته راوړنه نه لري، دوی چې کله پر یوه سیمه حمله وکړي، د دوو ورځو د ساتلو وړتیا یې نه لري، خو بیا هم دا ډله هڅه کوي چې د تخریب په نیت ځینې سیمې ونیسي، کورونه، دفترونه او عام المنفعه تاسیسات وسوځوي او وران یې کړي.

تازه بیا په کندوز او بغلان کې دا څڼور مست شي او له څو اړخونو یې په دې ښارونو حملې کړې دي چې په دې جګړه کې به بیا هم ملکي خلک شهیدان شي، ځینې کورونه او دفترونه به وران شي او طالب به مړ څټ او تړلی اوربوز بېرته روان وي یا به دوی هم د مرمیو خوراک شي.

د طالبو کړنو ته په کتو سره دوه پوښتنې  را پیدا کېږي، یو دا چې طالب هلته د سولې خبرې روانې کړې دي او د حسن نیت او د سولې پروسې د کامیابۍ په خاطر هم باید دوی جګړه او عام وژنه کمه کړې وای، خو دوی برعکس لګیا دي. هغه طالب چې نن په کندوز او بغلان کې ځان او نور وژني، ایا هغه دومره عقل نه لري، که سبا سوله وشي او همدا شېرمحمد عباس، سهیل شاهین، خیرالله خیرخواه او نور چڼي یې په حکومت کې ناست وي، د دوی قربانۍ به څه معنی ولري؟ ایا د پخوانیو مجاهدینو د یتیمانو چا پوښتنه وکړه چې د دوی به وکړي؟ ایا دا د ټيټې سطحې طالبان دومره براین واش شوي دي چې څو ورځې هم صبر کولای نه شي چې د سولې خبرو نتیجه معلومه شي؟ که دوی ذره عقل هم درلودلای او د ځان او نورو ژوند ته په ارزښت قایل وای، مطمین یم چې یو څو ورځې به یې صبر کړی وای چې نتیجه معلومه شوې وای، که چېرې سوله نه وای شوې، بیا خو د دوی کار هسې هم وحشت او وژل و، چا نه ترې منع کول.

دویمه خبره دا ده چې طالب ښه پوهېږي چې یو ښار دوه ورځې هم ساتلای نه شي، نو بیا ولې حمله پرې کوي؟ د دې پوښتنې ځواب دا دی چې طالب یوازې وېره خپروي او تخریب کوي، له دې ورهاخوا طالب عامو افغانانو ته کومه بله ډالۍ نه لري، که دوی له عامو افغانانو سره خواخوږي درلودلای، په کورونو کې به یې نه پټېدل او له هغو ځایونو څخه به یې د سنګر استفاده نه کوله.

بې له شکه طالبان په وراني او وېره خپرولو کې ماسټري څه چې دوکتورا لري، خو د ابادي او سېستم جوړولو په بوی هم خبر نه دي، داسې خلک که راځي او د نظام حصه کېږي، ډېره به سخته وي چې د افغانستان د پرمختګ بېړۍ دې تر ساحله ورسول شي، ځکه هره شېبه د دې امکان شته چې د دې نااهلو د لاسه دا بېړۍ غرقه شي.

لیکوال: عمران وطندوست