fbpx

د مذاکراتو په نهم پړاو کې لانجه او پر کندوز حمله

خبریال وېبپاڼه / ا سېپټمبر ۲۰۱۹ ـ د سولې خبرو اترو په دې حساسو شېبو کې پر کندوز د افغان حکومت د مخالفې وسله والې ډلې طالبانو له برید داسې برېښي، چې دغه ډله د مذاکرې له مقابل لوري یوڅه غواړي او له همدې امله هڅه کوي، چې له یوې او بلې خوا خپلو فشارونو ته زور ورکړي.

خو دا هرڅه له چا غواړي؟ هو د طالبانو او امریکا ترمنځ د روانو خبرو نهم پړاو یوځل ان تر دې ورسېد چې په لنډو شېبو کې به هوکړه لیک نهايي او لاسلیک شي؛ خو یوځل بېرته خبرې سرچپه شي او د دوام خبرې یې کېږي. دلته یوڅه شته؛ یعنې د سولې نهم پړاو کې داسې مهم څه شته چې ښکېلې غاړې له یو بل سره نه پرې سلا کېږي. طالبان د دې کار په بدل کې څه کوي؟ هغوی ته د فشار بله کومه لاره نه پاتې کېږي او راځي د کندز په څېر د هېواد پر یوه ولایت برید کوي. غواړي له  دې لارې په مقابل لوري فشار راوړي او خپل لوري ته یې را مات کړي او خپلې غوښتنې پرې ومني.

دا فشارونه ترچا خېژي او زور یې چاته ښوودل کېږي؟ څرګنده ده، دا هر څه زموږ پر هېواد، خاوره او وګړو ترسره کېږي او بیه یې هم دوی پرې کوي. په دې برید سره ښايي روانې ستونزې او کړکېچونه لا ژور شي او زور واخلي.

د نهم پړاو خبرو یو مهم مورد دا و، چې بهرني ځواکونه به بشپړ ډول له افغانستانه وځي؛ خو مقابل لوری ټينګار کوي، چې په دې اړه ټاکلی مهالوېش نشته او دا له مخکې پرېکړه ده. اوس طالبان غواړي چې امریکا له دې لارې وپوهوي، پر کندز ډله ییز برید کوي، ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي، چې دا د دوی د فشارونو هڅې بللای شو؛ خو آیا امریکا به د دغه ډول فشارونو پروړاندې څنګه غبرګون ښيي؟ آیا له طالبانو سره به دا ومني، چې سمه ده، موږ ستاسو دا شرط منو او غواړو چې له افغانستانه ژر تر ژره خپل ټول ځواکونه وباسو. که امریکا غواړي چې نور دلته ښکېله ونه اوسي، ښايي ورسره ویې مني او کنه نو دا خو په افغانستان کې دا دی د ترورېزم ښکاره ګواښونه دي، چې افغان ملت یې زغمي، باید مبارزه ورسره وشي او خپل ځواکونه ورته پرېږدي، چې دا کار بیا هېڅکله طالبان نه مني.

هلته افغان حکومت تر جمهوریت او ټاکنو نه تېرېږي، وايي ټاکنې چې هرڅنګه وي باید ترسره شي، خو دا چاره هم طالبانو په بار بار کلکه رد کړې ده. نو که د دوحې نهم پړاو خبرې وځنډول شي او یا بې پایلې شي، نو بیا مخکې له دې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ لسم پړاو خبرې پیل شي، د ولسمشرۍ ټاکنې کېږي، چې دا کار پخپله د سولي د روان بهیر پروړاندې یوه لویه ستونزه ده. دا دی ټاکنې ترسره شوې، چې د طالبانو لپاره هېڅ د منلو وړ نه دي؛ خو افغان حکومت همدا غوښتل او دا یې سرې کرښې وي؛ نو په دې صورت کې به  روان وضعیت کوم لوري ته ځي؟ ستونزې او کړکېچونه به لاز زور واخلي او پراخه به شي، د بین الافغاني خبرو مسئله به له لومړیتوبه ولوېږي او شاته به وغورځول شي، چې دا کار خپله د یوې بلې لویې او نوې ستونزې د راټوکېدو په مانا دی، چې هوارول به یې بیا ډېر وخت نیسي او حتا ښايي په ځينو ځایونو کې ناشوني هم وي. وبه ګورو چې د طالبانو دغه برید د امریکا او طالبانو پر روانو بحثونو څه اغېز لرلای شي او ترمنځ به یې هوکړه څه وخت او څنګه وروستۍ او لاسلیک شي؟

لیکوال: کبیر حقپال