fbpx

کندز کې څلور مهم طالب قومندانان وژل شوي او جګړه پاى ته رسېدلې

خبریال وېبپاڼه / ۱ سپټمبر ۲۰۱۹ – تېره شپه ناوخته ۳۳۳ قطعې افغان ځانګړو ځواکونو د کندوز ملي امنیت د ۹۰۵ قطعې په ملتیا په تصفیوي عملیاتو کې یاد ولایت په بشپړه توګه له وسله والو طالبانو پاک کړی دی.

د خبریال ډاټ کام سرچیني وایي، چې د افغان ځواکونو په تصفیوي عملیاتو کې څلور مهم طالب قومندانان هم وژل شوي او یاده جګړه پاى ته رسېدلې ده.

کورنیو چارو وزارت په یوې خبر پاڼه کې ویلی چې د افغان ځواکونو د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې کندز ښار د ۵۶ وسله والو طالبانو په وژل کېدو سره په بشپړه توګه تصفیه شوی دی.

خبرپاڼه لیکي د افغان امنیتي ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په لړ کې د کندز ښار په زاخېل کلي، علي خېل، کاساني، خاکني او قهوه خانه سیمو کې هوايي عملیات هم ترسره شوي؛ چې په ترڅ کې یې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې او دا سیمې یې په بشپړه توګه تصفیه کړې دي.

کورنیو چارو وزارت وړاندې وایي، په بېګانۍ عملیاتو کې د پروني ځانمرګي برید په شمول ۲۰ امنیتي سرتېري او ۵ ملکیان شهیدان شوي او د یو شمېر امنیتي ځواکونو په شمول ۸۵ ملکیان ټپیان شوي دي.

افغان حکومت وایي، چې بېګا شپه د کندوز ولایت په ځینو سیمو کې له طالبانو د مړو جسدونه هم پاتې شوي دي او یو شمېر ېې ژوندي نیول شوي دي.

دغه راز وایي، ګڼ شمېر طالبان له کندوزه د بغلان په طرف هم په تېښته بریالي شوي دي چې هلته د افغان ځواکونو له پراخ کمین سره مخامخ شوي او درانه تلفات یې لیدلي دي.

تصفیوي عملیات په داسې مهال کې ترسره کېږي چې وسله والو طالبانو وړمه شپه پر کندوز ښار د څلورو خواو ډله ییز برید وکړ او تر پرون غرمې پورې جګړه روانه وه، خو له کابله د کومانډو او نورو ځواکونو په ورسېدو طالبان په شا شول او یادې سیمې یې بېرته افغان ځواکونو ته پرېښودې.

پرون طالبانو ادعا کړې وه چې د کندز ځيني برخي يې نيولې دي، سیمه ییزو خلکو هم ویلي وو چې خان آباد بندر، امام صاحب بندر، زاخیلو، کابل بندر، زرخرید او سه درک سیمو کې طالبان ليدل شوي وو.

خو افغان حکومت بیا وایي، چې په همدې سیمو کې د هوایي او ځمکني بریدونو پر مهال ډیر شمېر وسله وال طالبان وژلي دي او یادې سیمې بېرته ترلاسه کړي دي.

کورنیو چارو وزارت بیا په ډاډ سره وایي چې دا مهال کندوز بېرته عادي وضعیت خپل کړی دی چې د یادو سیمو ډیری اوسېدونکي خپلو کارونو او کورونو ته ورګرځي.

د یادولو ده پرون له غرمې وروسته د افغانستان ملي دفاع وزير اسدالله خالد، د کورنيو چارو وزير مسعود اندرابي او د ناټو قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم په بیړني سفر کندوز ښار ته د جګړې پر مهال تللي وو.

دفاع وزیر اسدالله خالد په کندوز کې وسله والو طالبانو ته په خطاب کې وویل چې د هر څاڅکي توی شوې ویني غچ به اخلم.

په کندوز کې د خبریال ډاټ کام همکار هم وايي چې پرون مازدیګر د جګړې پر مهال د دفاع وزیر اسدالله خالد په پوځي لباس کې توپک په اوږه پر امنیتي پوستو ګرزېدو چې افغان ځواکونه په دې سره لا زړور شو.