fbpx

خلیلزاد: له افغان حکومت سره د سلا مشورو لپاره کابل ته ځم

خبریال وېبپاڼه / ۱ سپټمبر ۲۰۱۹ – د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد نن یکشنبه پرخپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د افغان مشرتابه په ګډون به له ګڼ شمېر افغانانو سره د سلا مشورو لپاره نن کابل ته سفر وکړي.

ده ویلي: «موږ د قطر په دوحه کې له طالبانو سره د افغان سولې د مذاکراتو دغه دور پای ته ورساوه. زه به له افغان حکومت سره د سلا مشورو لپاره نن کابل ته سفر وکړم.»

همدارنګه نوموړي پخپل دې ټویټ کې لیکلي، چې موږ د یوې داسې هوکړې په درشل کې یو چې زور زیاتی به لږ کړي او افغانانو ته ور پرانیزي چې سره کیني او د یوې باعزته او تل پاتې سولې او همدارنګه د یوه با اقتداره افغانستان په اړه چې امریکا، متحدینو او بل هېواد ته ګواښ نه وي، مذاکرات وکړي.

همدارنګه د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي هم ویلي، چې ښاغلی خلیلزاد به له طالبانو د شویو مذاکراتو نتیجي له رییس جمهور غنی او یو شمېر نورو چارواکو سره شریکې کړي.

ده هم تایید کړه، چې ټاکل شوې خلیلزاد کابل ته راشي او له ولسمشر غنی سره ملاقات وکړي او له هغه سره د سلا مشورو لپاره به د قطر د مذاکراتو پایلې ورسره شریکې کړي.

د قطر په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغان سولې په تړاو د مذاکراتو نهم پړاو له لسو ورځو وروسته دا دی نن بې هوکړې پای ته ورسېد.

خو بلخوا بیا دواړو لوریو تایید کړې، چې د هوکړې متن نهایي شوی او یوازې په ځینو تخنیکي مسائلو اوس هم بحث روان دی.

په قطر کې د طالب استازو ویاند سهیل شاهین هم پرخپله ټويټ پاڼه لیکلي چې د سولې نهم پړاو خبرې په بریا پای ته رسېدلې، خو یوازې ځینې تخنیکي خبرې پاتې دي، چې هغه به هم نن(وږی۱۰/ سپټمبر۱) له امریکايي استازو سره بشپړې کړې.

تر اوسه د مذاکرې او د هغه د هوکړې بشپړ جزئیات څرګند نه دي او امریکايي لوري هم ویلي، چې تر اوسه هېڅ هوکړه نهايي شوې نه ده، څو جزئیات یې اعلان او شریک کړي.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او همدارنګه په مقابل کې د افغانستان په خاوره کې هغو ډلو ته اجازه نه ورکول چې د امریکا او د هغه د متحدینو پرضد فعالیت وکړي، په دغه مذاکراتو کې د دواړو لوریو عمده شرطونه و.

خو ځینو امریکايي چارواکو رسنیو ته ویلي، چې د نهم پړاو خبرو د وروستۍ هوکړې پر اساس به امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي او په مقابل کې طالبان ژمن دي، چې د افغانستان خاوره به د امریکا او د هغه د متحدینو په ضد نه استعمالوي.

تمه کېږي، چې د امریکا او طالب استازو ترمنځ د سولې د وروستي هوکړه لیک تر لاسلیک وروسته به بین الافغاني خبرې پیل شي، چې په دې کې به د دایمي اوربند، د افغانستان په راتلونکې، د سیاسي نظام په ډول، اساسي قانون، د ښځو د حقونو او نورو په اړه خبرې او بحثونه وشي.

روح الله زهیر