fbpx

بدخشان کې چاودنې یو جهادي قومندان وواژه

خبریال وېبپاڼه / ۱ سپټمبر ۲۰۱۹ – د بدخشان په مرکز فیض‌اباد کې یوې زوروې چاودنې د جمعیت ګوند یو قومندان جنرال نذیر محمد نیازی وواژه.

د بدخشان ځایي چارواکو خبر ورکړی دی، “نن یکشنبه ماښام ۶:۱۰ بجې د فیض اباد د مخابراتو چمن په سیمه کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې چې په پایله کې یې یو جهادي قوماندان نذیر محمد نیازی وژل شوی او بل ملکي کس ټپي دی.

د کورنیو چارو وزارت د نذیر محمد نیازي وژل کېدل تاییدوي او وايي، چې دا پېښه د یوه ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له امله رامنځ‌ته شوې ده خو په پیل کې یو شمېر رسنیو خبر ورکړی وو چې نذیر احمد په یو ځانمرګي برید کې وژل شوی دی.

په ورته وخت کې امنیتي سرچینې بیا وايي، چې په دې ماښامنۍ چاودنه کې د نذیر احمد نیازي له وژل کېدو سره درې نور کسان هم ټپیان شوي دي چې دا مهال په سیمه ییز روغتون کې د درملنې لاندې دي.

د بدخشان روغتیایی چارواکي بیا ویي، چې دوی ته د پېښې له ځایه یوازې درې ټپیان وروړل شوي دي چې پکې د دوو کسانو روغتیایي حالت سم دی، خو د یو روغتیایي حالت نازک ښودل شوی دی.

یو شمېر راپورونه بیا وایي، چې په فیض اباد کې نن له دې چاودنې وړاندې راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماند ګلبدین حکمتیار د ټاکنو کمپایني غونډه هم درلوده.

ویل کېږي جنرال نذیر محمد د فیض آباد ښاروال او د اسلامي جمعیت ګوند غړی هم وو .

بلخوا پرون د افغانستان ملي دفاع سرپرست وزیر ستر جنرال اسدالله خالد ویلي وو چې په بدخشان کې وسله وال طالبان او یو شمېر نورې ترهګریزې ډلې د سختو عملیاتو لاندې دي چې په نږدې راتلونکې به یاد ولایت له وسله والو په یشپړه توګه پاک شي.