fbpx

منظور پښتین: د پاکستاني پوځ له لوري خښ شوي ماینونه سخت اندېښمنوونکي دي

خبریال وېبپاڼه / ۱ سپټمبر ۲۰۱۹- د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، چې په وزیرستان او نورو پښتني سیمو کې د پاکستاني پوځ له لوري خښ کړل شوي ماینونه ډېر خطرناک او سخت اندېښمنوونکي دي.

نوموړي دا خبره نن پرخپله ټويټر پاڼه له هغې وروسته وکړه، چې تېره ورځ په قبایلي سیمه کې د یوه خښ شوي ماین له کبله دوه ماشومان شهیدان شوي و.

دغه پېښه نن د خيبر پښتونخوا په څېرمه قبایلي سیمه کې شوې، چې د «شان» او «عبدالوهاب» په نوم دوه ماشومان چې یو یې آته کلن او بل نهه کلن دی، پکي شهیدان شوي دي.

منظور پښتین په دې اړه په خپل ټویټ کې لیکلي، چې دا ماینونه ټول د پاکستاني پوځ لخوا خښ شوي دي او دا دی دا ځل یې دوه نور ماشومان هم قرباني شول.

نوموړي په وزیرستان او نورو پښتني سیمو کې د پاکستاني پوځ لخوا د خښ کړل شویو ماینونو په اړه اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې په دې اړه باید جدي اقدام وشي.

د ده پروینا، چې یاد ماشومان لومړي سر کې ټپیان وو؛ خو روغتون ته پر لار په جنجول چېک پوسټ د پوځیانو لخوا درول شوي وو، چې وروسته یې پیا پر لارو ساه ورکړې وه.

پښتین وايي، چې دا ماینونه د پاکساني اردو لخوا د ترهګرو د لمنځه وړلو په نوم اېښودل کېږي؛ خو اصلي قربانیان یې د قبایلي سیمو او پښتني سیمو وګړي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې په قبایلي او پښتني سیمو کې د ماین په چادونه کې دوه ماشومان شهیدانېږي، بلکې تردې وړاندې هم د په دغه ډول پېښو کې د ماشومان په ګدون ډېر شمېر کسان شهید او یا سخت ژوبل شوي دي.

له دې وړاندې منظور پښتین په خپلو خبرو کې ویلي وو چې پاکستاني ریاست زموږ پرخلاف ښکاره جګړه اعلان کړې او په روانه یوه اوونۍ کې یې زموږ یو شمېر کسان نیولي دي.

دا خبرې د اګست پر ۳۰ مه نېټه منظور پښتین د خپلو ملګرو او د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړیو د نیول کېدو په غبرګون کې، چې تازه د یوې اوونۍ په ترڅ کې د پاکستان د ریاست لخوا نیول شوي، کړې وې.

منظور پښتین وایي، موږ چې کوم چېرته غونډه جوړوو او کوم ځای د حق غږ پورته کوو؛ نو ریاست مو نه ورته پرېږدي، زموږ ملګري له ځان سره وړي او بېلابېل کېسونه ورته جوړوي.

خو د پاکستان یو شمېر پولیس مشران وايي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ځینې غړي یې د ریاست ضد شعار ورکولو او ټولنیزو رسنیو کې د دغه ریاست د ضد فعالیتونو په تور نیولي دي.

پي ټي اېم بیا وايي، چې دوی خپلې قانوني غوښتنې لري او تر وروستیو به د خپلو قانوني غوښتنو او حقونو ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي او دا مبارزه به تر هغه پورې کوي، څو چې ځورېدلو پښتنو ته خپل حقونه نه وي رسېدلي.

روح الله زهیر