fbpx

خلیلزاد له طالبانو سره د تړون کاپي ولسمشر غني ته سپارلې ده

خبریال وېبپاڼه / ۲ سېپټمبر ۲۰۱۹ ـ د افغان سولې پروسې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد په کابل کې د افغان حکومت له مشرانو سره وکتل، په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د افغان حکومت په استازیتوب ولسمشر محمد اشرف غني غني، اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو چارواکو ګډون کړی وو.
ارګ د دې ناستې عکسونه خپاره کړي او وايي چې په دې اړه به وروسته معلومات خپاره کړي، خو د ارګ یوه مشاور وحید عمر په خپله ټوېټر پاڼه کې لیکلي دي چې خلیلزاد په دې ناسته کې د افغان سولې مذاکراتو په اړه چې امریکايي پلاوي له طالبانو سره په قطر کې پای ته ورسول، معلومات ورکړل او د امریکا او طالبانو ترمنځ د کېدونکي تړون یوه کاپي یې له ولسمشر غني سره شریکه کړې ده.
اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله که څه هم د ارګ په ناسته کې ګډونوال و، په اجرائیه ریاست کې یې هم له زلمي خلیلزاد سره بله ناسته کړې ده.
د اجرائیه ریاست په خبرپاڼه کې راځي چې زلمي خلیلزاد په دې ناسته کې د سولې پروسې په اړه وروستي معلومات له ډاکتر عبدالله سره شریک کړل او د سرتاسري سولې د ټینګښت په برخه کې یې اجرائیه رئیس ته ډاډ ورکړ.
له عبدالله سره د خلیلزاد په ناسته کې په کابل کې د امریکا سفیر جان بس هم ګډونوال و.
زلمی خلیلزاد له هغه وروسته کابل ته راغی چې په قطر کې یې د طالبانو له مرکچي پلاوي سره د سولې نهم پړاو خبرې پای ته ورسولې، نوموړي له دې خبرو وروسته په خپله ټوېټر پاڼه کې لیکلي و چې په قطر کې یې د سولې مذاکرات پای ته رسولي او یوه توافق ته نېږدې شوي دي. نوموړي په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو اړخونو هم غوښتي چې د جګړې د ختمولو په خاطر باید توافق ته سره ورسېږي.
زلمی خلیلزاد چې اوس په کابل کې دی، له نورو افغان سیاسي رهبرانو سره هم د کتلو تکل لري.
وړاندوینه کېږي چې د لومړني توافق په صورت کې به د افغان حکومت او طالب ډلې مشران مذاکراتو ته سره کېني او د سولې په اړه به خبرې وکړي چې ویل کېږي، لومړنۍ ناسته به هم په ناروې کې وشي.
که څه هم له یوې خوا امریکا له طالبانو سره د سولې خبرې روانې کړي او هڅه يې دا ده چې ژر له دې وسله والې ډلې سره یوه توافق ته ورسېږي، بل خوا د امریکا یو شمېر مهم چارواکي له طالبانو سره د تړون په اړه مخالف نظرونه لري، د همدې اختلافاتو له وجې د افغانستان په اړه د سپینې ماڼۍ مهمې ناستې ته د دې هېواد د ملي امنیت مشاور جان بولټن هم نه و غوښتل شوی.

Your SEO optimized title page contents