fbpx

د انارو له حیرانونکو روغتیايي ګټو ځان خبر کړئ

خبریال وېبپاڼه / ۲ سېپټمبر ۲۰۱۹ ـ انار که له یوې خوا ډېر خوندر دی، له بلې خوا ګڼې روغتیايي ګټې هم لري. دغه مېوه ښکلی رنګ لري او د درملنې پوره ځواک هم پکې شته، نو له همدې امله په ټوله نړۍ او په ځانګړې توګه د روغتیا د پلویانو په منځ کې ډېر شهرت لري. همدارنګه انار زښت زیات ویټامینونه او معدني مواد لري، چې روغتیا ته مو پوره ګټه رسوي. د مطلب په لاندې کرښو کې به د دغه مېوې څو مهمې او حیرانوونکي روغتیايي ګټې وړاندې شي.
۱ – انار جنسي کمزوري لمنځه وړي
انار داسې انتي اکسیدونه لري، چې د شیریانونو د سختېدو یا بندیېدو خطر راکموي او جنسي کمزورتیا په بشپړ ډول لمنځه وړي.
۲ – د تبې او پړسوب مخه نیسي
انار پوره ويټامین c لري، چې د تبې، پړسوب، ټوخي او ستوني درد په راکمولو او د هغو په مخنیوي کې د لید وړ مرسته کوي.
۳ – سلولونو ته د زیان رسېدو مخه نیسي
لکه څرنګه چې دغه مېوه په زیاته کچه انتي اکسیدان لري، نو آزاد راډیکالونه په ډېره آسانۍ لمنځه وړي. که دغه آزاد راډیکالونه مو د بدن د ننه پاتې شي، نو پر سلولونو به حمله وکړي او هغو ته به زیان ورسوي. د آزاد راډیکالونو له شر څخه د خلاصون لپاره باید دغه مېوه په منظم ډول وخوړل شي او یا یې هم اوبه وڅېښل شي.
۴ – د کم خونۍ مخه نیسي
کله چې په زیاته پیمانه انار خورئ، نو د هغه پرېمانه اوسپنې له امله چې په دې مېوه کې ده، ستاسو د وینې هموګلوبین زیاتېږي؛ نو په دې اساس د کم خونۍ له درملنې سره هم د لید وړ مرسته کولای شي.
۵ – د آرتروز یا مفصلي ناروغیو پروړاندې مبارزه کوي
انار کولای شي، چې د آرتروز او مفصلي ناروغیو مخه ونیسي، په ځانګړې توګه هغه وخت کله چې دغه مېوه په ورځنۍ توګه وخورئ. د دې مېوې په خوړلو سره ستاسو هډوکي قوي کېږي او نور به بیا هېڅکله د دغې ناروغۍ په اړه اندېښمن نه یاستئ.
۶ – غاښونه مو له منګ نیولو ساتي
که غواړئ چې غاښونه مو منګ ونه نیسي، نو هره ورځ یو ګیلاس د انار اوبه وڅيښئ.
۷ – اشتها مو زیاتوي
که غواړئ داسې څه وخورئ چې اشتها مو زیاته کړي، نو انار ښه مېوه ده؛ په ځانګړې توګه د ماشومانو لپاره! تاسو کولای شئ چې خپلو ماشومانو ته له ډوډۍ مخکې د انارو اوبه ورکړئ، څو وروسته له ډوډۍ خوړلو پوره خوند واخلي.
۸ – له هاضمې سره مرسته کوي
که د هاضمې له ستونزې سره مخ یاستئ، نو دغه مېوه باید په مکرره توګه وخورئ. دغه مېوه بېلابېل انزایمونه لري، چې کولای شي د بواسیرو او همدارنګه د هاضمې له خراب سیسټم سره مو مرسته وکړي او حتا دغه مېوه د کلمو منګونه هم وباسي.
۹ – د اسهال د مخنیوي ښه درمل
انار کولای شي چې اسهال راکم کړي او یا حتا بیخي یې ودروي.
۱۰ – د وینې فشار نورمال ساتي
د انار هره ورځ خوړل له هغو کسانو سره ډېره مرسته کوي، چې د وینې لوړ فشار لري او کولای شي د وینې فشار یې تر پنځه سلنه راکم کړي.
یادونه: انار که ګټې لري، خو څو محدود جانبي عوارض او زیانونه هم لري، چې باید ورته پام مو وي:
۱ – د باردارۍ او شېدې ورکونې پرمهال باید مشوره وشي
هغه مېرمنې چې بارداره دي او یا خپل ماشوم ته شیدې ورکوي، مخکې له دې چې دغه مېوه وخوري باید له خپل ډاکټر سره مشوره وکړي، ځکه ښايي په دې حالت کې ځینې زیانونه ولري.
۲ – د وینې ټيټ فشار
انار ښايي د وینې فشار یوڅه ښکته کړي. د انار اوبه کولای شي، چې هغه کسان له ستونزې سره مخ کړي، چې د وینې ټيټ فشار لري.
۳ – جراحي
انار ښايي د وینې پر فشار اغېز وکړي. دا کار ښايي د وینې د فشار په کنټرولولو سره د جراحۍ په عمل کې تداخل رامنځته کړي. په یاد ولرئ چې له جراحي عملیات دوې اوونۍ وړاندې، د انار خوړل او د هغه د اوبو څېښل ودروئ.
۴ – لوړ شکر
که څه هم انار د شکر د مخنیوي لپاره ګټوره مېوه ده، خو هغه کسان یې باید ونه خوري، چې په دې ناروغۍ اخته دي؛ ځکه انار زیات قند لري.
لیکوال: روح الله زهیر