fbpx

په پاریس کې د «الیزه» ماڼۍ

خبریال وېبپاڼه / ۲ سپټمبر ۲۰۱۹ – د الیزه ماڼۍ د پاريس ښار په «سنت اونوره» سیمه کې ده، چې قدامت یې ۱۷۱۸ کال ته ګرځي. الیزه نه یوازې یوه لرغونې بناء ده، بلکې د فرانسې هېواد د ولسمشر کاري ځای او د اوسېدو ځای هم همدغه ماڼۍ ده. د مطلب په لاندینیو کرښو کې مو د یادې ماڼۍ په اړه ځینې نور په زړه پورې معلومات کړي دي.

د الیزه ماڼۍ تاریخچه

د فرانسې الیزه ماڼۍ د جمهوري ریاست رسمي ودانۍ، د دغه هېواد د ولسمشر د اوسېدو ځای او فرانسې د وزیرانو پلاوي د غونډو د تشکیل ځای دی. په فرانسوي ژبه(البته په اسطورو) کې الیزه یا شانزلیزه د پاکو یا پرهیزګاره ارواوو ځای او د یونانیانو او رومیانو جنت دی. دغه ماڼۍ د پاریس په سنت اونوره سیمه کې ده. یاده ماڼۍ د ۱۷۱۸ کال په شاواخوا کې د کنت دېورو د اوسېدو لپاره د فرانسوي طراح آرمانډ کلود لخوا په کلاسیک سبک سره جوړه شوه.

په ۱۷۵۳کال د کنت له مړینې وروسته دغه ماڼۍ پنځلسم لويي د خپلې یوې معشوقې مارکز دو پمپیدو د اوسېدو لپاره وپېرله. له دې وروسته په یاده ماڼۍ کې د پرنس کنده لور باتیلد دورلیان اوسېدله. خو د فرانسې له انقلاب وروسته او د ناپیلیون په دوره کې له یادې ماڼۍ څخه د جمهوري ریاست د ماڼۍ په توګه کار اخېستل پیل شول. له هغه وروسته په بېلابېلو دورو کې د فرانسې د جمهوري ریاست ځای څو ځله بدل شو؛ خو د والري ژیسکار دستن په دوره کې الیزه ماڼۍ یوځل بیا د جمهوري ریاست د ماڼۍ په توګه غوره شوه، چې تر اوسه همدا موقعیت لري.

الیزه ماڼۍ د فوټبال د څلورو لوبغالیو په اندازه یو لوی بڼ لري. د دغې ماڼۍ ټول مساحت ۱۱ زره متر مربع دی او د ماڼۍ په ځمکتله(زیرزمینۍ) کې دوولس پټې خونې دي، چې په بېړنیو حالتونو او ځینو استثنايي مواردو کې خورا یو امن ځای دی.

د الیزه په بڼ کې هرکال د باستیل ورځې مشهور جشن لمانځل کېږي. د الیزه ماڼۍ د پخلنځي چارې د آشپزانو د یوې حرفوي او با تجربه ډلې په لاس کې دي، چې د الیزه د مېلمنو په منځ کې زښت زیات شهرت لري. دا آشپزان دومره مشهور دي، چې حتا یوځل د آلمان لومړۍ وزیرې انګلا میرکل هم خپل سرآشپز د پخلي د نویو فنونو د زده کولو لپاره دوی ته واستوه. د آشپزانو دغه ډله هرکال له ۹۵ زره څخه زیات د غذا پرسونه تیاروي. په دغه ماڼۍ کې د فرانسې ډېری لرغوني دودونه ژوندي ساتل کېږي: د بېلګې په ډول، د «درېیو پاچاهانو» په نوم د یوه کېک د پخولو دود داسې دي، چې د کېک د اوړو په داخل کې یو بادام یا یوه نانځکه اېږدي او د خوراک پرمهال چې دا هرچا په نصیب شول، هغه شخص د یوې ورځې لپاره پاچا کېږي. دغه لرغونی دود د جنوري په شپږمه ترسره کېږي او کېک د ماڼۍ د ټولو غړو ترمنځ وېشل کېږي.
د ګڼو بهرنیو هېوادونو سفارتونه له یادې ماڼۍ سره نږدې موقعیت لري. همدا اوس امانوئل مکرون د فرانسې د جمهور رییس په توګه په همدې ماڼي کې اوسېږي.
همدارنګه د الیزه ماڼۍ شراب خونه هم زیات شهرت لري او هرډول داخلي او نور بهرني شراب پکې شته او جوړېږي پکې.

روح الله زهیر