fbpx

دا واړه سوداګر دي، نقابونه یې بدل دي

پاچا و پرېشانه چې ولس مې تارومار دی

ترمنځه یې بېلتون د رعیت او د سرکار دی

 

پاچا په وزیر غږ کړ چې چاره وکړه وزیره

ولس ته مې نیږدې کړه کار دې واخله له تدبیره

 

ولس کړه ډلې ډلې او بیا هره ډله بیله

را وبله دربار ته ډله ډله، خېله خېله

 

یوه ورځ کړه د بزګرو، بله ورځ د کلالانو

محفل د بلې ورځې کړه د ګنج د دلالانو

 

یوه ورځ د سوداګرو ډله راوله دربار ته

یوه ورځ د شاعرانو، چې یې غوږ کېږدو ګفتار ته

 

وزیر هم لاس پر کار شو، هره ورځ به یې یوه ډله

دربار ته د پاچا سلامت مخ ته راوستله

 

چې ورځ د سوداګرو شوه، رنګ رنګ وګړي راغلل

یو څو یې سوداګر و، نور یې نور زوی مړي راغلل

 

د چا پر سر بګړۍ وې، چا اغوستې وې چپنې

خرقې د چا په تن وې، د چا ږیرې پلنې پلنې

 

د چا په لاس تسبیح وې، د صوفیانو په انداز

چا ځان سره راوړی پر اوږه و جاینماز

 

څوک څوک و ملایان، د چا جامه د ملنګانو

د چا عباء د پیر وه، د چا خوی د ملکانو

 

یو څو وریښمین بګړۍ او زر زرينې یې چپنې

ګوتمۍ دسرو په لاس، او د اطلسو یې لمنې

 

پاچا چې را حضور شولو دربار ته هک او پک شو

چې څوک یې سوداګر دی، څوک یې نه دی، پکې ورک شو

 

پاچا وزیر ته مخ کړ چې دا څه نظم و ترتبیب دی

محفل د نن نیولی د شکنې غوندې ترکیب دی

 

ما غوښتي و وزیره سوداګر د نن محفل ته

دا څه رنګه اشياوي دي را سر د نن محفل ته

 

سپین پوښه ملایان دي، ملنګان دي، حضرتان دي

پیران د مسلمانو، د هندوانو پنډتان دي

 

دا څه مناسبت دی د تاجر او د طبیب

چې ناست دي په محفل کې یوه او بل ته ورقریب

 

وزیر یې ځوړند سر کړلو را پورته په ادب

وقار یې په څېره کې د حسب او د نسب

 

معنی وه ور معلومه د شاهانو د غضب

وینا یې را شروع کړه چې واضحه کړي مطلب

 

پاچاهه سلامته نن زما په دغه کار

کې نغښتی دی بیان د مصیبت د دغه ښار

 

دا واړه سوداګر دي، نقابونه یې بدل دي

له خدای او له پاچا له ولس سره په چل دي

 

څوک دین په خلکو پلوري، څوک اوراد د طریقت

څوک توري د کتاب او څوک وعدې د قیامت

 

څوک دم او تعویذونه، څوک ناحقه مسلې

څوک پلوري پر ولس له لاسه جوړې معضلې

 

څوک جوړه کړي یوه شخړه، بیا یې بیرته کړي هواره

د شخړو پر سرونو یې وي خپل هدف ته لاره

 

جوړ کړی چا په ښار کې کاروبار پر رنځورانو

طبیب کړي تجارت د دغه ښار پر رڼځورانو

 

ملا یې له محرابه دی جوړ کړی خپل دوکان

پلوري د تظاهر په پیمانه کې دین ایمان

 

دا واړه سوداګر دي، که په نوم بدل بدل

څوک مال پلوري په ګز، او څوک په تلله کړي تلل

 

چا ایښي دي د بل جهان په حورو ټیکټونه

چا وکړل په زکات او صدقو باندې څټونه

 

دا ځکه په محفل کې تنوع ده د رنګونو

د شال او د شړیو، د عباوو د لنګونو

 

دا ځکه مې را غوښتي دي دا واړه په یو دم

چې خلک د یو بل کارونه وپېژني سم

 

شاعر: مجیدالله قرار

Your SEO optimized title page contents