fbpx

ننګرهار کې يوه نجلۍ تر جراحي عملياتو وروسته هلک شو

خبریال وېبپاڼه / ۲ سپټمبر ۲۰۱۹ – په ختیځ ننګرها ولایت کې د روداتو ولسوالۍ یوه اوسيدونکې ۲۲ کلنه عادله، چې تر دې وړاندې نجلۍ وه په یو خصوصي روغتون کې تر جراحي عملياتو وروسته هلک شو او نوم يې پر عبدالرحمن بدل شو.

د ننګرهار ولایت مقام په یوې خبر پاڼه کې لیکلي، چې په دې ولایت کې د داودزي په نوم د یو خصوصي روغتون ډاکترانو ويلي ، چې له معایناتو وروسته معلومه شوه؛ عادله ښځینه نه؛ بلکې نارینه دی او په همدې اساس یې ورته جراحي عملیات ترسره کړل او په خبره یې له دې وروسته به یاده نجلۍ د یو عادې نارینه په څير ژوند او زنده ګي تیرولی شي.

ویل کېږي پخوانۍ پيغله او اوسنی زلمی عبدالرحمن وایي، له پخوا راهیسې په ځان پوه شوی و، چې نجلۍ نه، بلکې هلک دی؛ خو د کورنۍ اقتصادي ستونزې او ټولنه کې د شرم له امله یې نه شو کولای چې ځان ډاکټر ته وښایي او عملیات یې وکړي.

د پخوانۍ عادلې اوسني عبدالرحمن مور او پلار وایي، دوی خپله لور جلال اباد ښار ته روغتون ته راوستله او بالاخره له جراحي عملیات وروسته معلومه شوه چې نجلۍ نه؛ بلکې هلک دی او نوم یې پرې سمدستي عبدالرحمن کېښود.

یاده نجلۍ چې پخوا د عادلې په نوم پیژندل کېدله غږ یې اتیا سلنه نارینه وو ته ورته دی.،د جراحي عملیاتو وروسته داسې ښکاري چې بالکل هلک دی.

په افغانستان کې دا ډول پېښې ډیرې لږ لیدل کېږي چې له دې وړاندې په ۲۰۱۳ کال کې د کونړ د اسمار ولسوالۍ د پلوڅو ناو په کلي کې د یوې کورنۍ یوه شپاړس کلنه نجلۍ هلک شوى وو.

په ۲۰۱۳ کال کې دغه ١٦ کلنه نجلۍ چې اوس هلک شوی دی وایي ” نوم یې نیاز بې بې و او تر شپږم ټولګي پورې یې زده کړې کړې وې، چې اوس یې د پلار په خوښه په ځان د انعام الله نوم ایښی دی.

د ډاکټرانو د معلوماتو له مخې د کونړ یاده پېغله هم اویا سلنه هلک وو، چې په عملیاتو کې هیڅ کومه ستونزه ورته نه لیدل کېدله او په ډیرې اسانۍ سره هلک شو.

انعام الله هم وايي، اوس ډېر خوشحاله دى، ځکه وړاندې دوى ورور نه درلود او اوس دى د لسو خويندو ورور شو.