fbpx

عمران خان: له هند سره به جګړه پيل نه کړي

خبریال وېبپاڼه / ۳ سپټمبر ۲۰۱۹ – د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي، هند سره به د کشمیر مسئله د جنګ نه بلکې د خبرو له لارې حل کړي.

د لومړي وزیر عمران خان په خبره کله چې دی واک ته ورسېد د خپلې کاري ورځې د پیل څخه یې تر دې دمه له هند سره اړیکي ښې غوښتي دي، خو هند تر اوسه مثبت ځواب نه دی ورکړی.

لومړی وزیر عمران خان وایي دی دې ته تیار نه دی چې لومړی له هند سره جګړه پیل کړي ځکه دواړه اټومي قدرتونه دي او ټولې نړۍ ته زیان رسولی شي.

نوموړي یو ځل بیا په هندي حکومت غږ وکړ چې په کشمیر کې دې له کشمکشونو لاس واخلي او د کشمیریانو ځانګړو حقوقو ته دې پام وکړي.

د هند او پاکستان ترمنځ وروسته له هغې ترینګلتیا زیاته شوه کله چې نوې ډېلي له هندي کشمیر د کورواکۍ ځانګړی امتیاز واخیست او په دې سیمه کې یې اضافي امنیتي تدابیر ونیول

له دې وړاندې هم د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له پاکستانیانو غوښتي وو چې له هند سره د اقداماتو پر ضد او د کشمیر پر ملاتړ دې لاریون وکړي.

عمران خان ویلي وو د کشمیر د خلکو له حقوقو دفاع کوي او پاکستاني وګړو ته هم په کار ده چې ددې موخې لپاره لارو او کوڅو ته راووځي او پراخ لاریونونه وکړي.

د عمران خان ترڅنګ نورو پاکستاني چارواکو هم ویلي دي چې دوی په هېڅ صورت د کشمیر په اړه د هند یو اړخیز اقدامات نه شي زغملی.

عمران خان د کشمیر لانجمنې مسعلې په تړاو ډول ډول څرګندونې کوي هغه په په کشمیر کې هم یوې جوړې شوې غونډې ته ویلي وو د نرېندرا مودي د څپېړې ځواب به په سوک ورکړي او هغه وخت رارسیدلی چې هند ته سم سبق ور وښايي.

خو نن عمران خان بیا پر شاه شوی او وایي، چې د کشمیر مسعله باید د خبرو له لارې حل کړی شي.

بلخوا د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم ویلي چې، هند او پاکستان د کشمیر پر سر خپل کړکېچ پخپله هوارولی شي، خو که د ده منځګړیتوب ته اړتیا لري نو چمتو دی.

ډونالډ ټرمپ د اګست پر ۲۷ مه نېټه نریندرا مودي سره په لیدنه کې ویلي وو چې د دواړو هېوادونو منځګړیتوب لپاره چمتو دی، خو نرېندرا مودي یې په ځواب کې ویلي چې وضعیت تر کنټرول لاندې دی تر اوسه حالت سم روان دي.

د یادولو ده په کشمیر کې دا مهال حالت ترینګلي دي او یوځل بیا د پاکستان او هند ترمنځ د جګړې او تاوتریخوالي ویره شته.