fbpx

د يوې بیکرۍ څخه د ۵۰ ډالرو غلا کوونکی د ۳۵ کلونو وروسته خوشې کيږي

خبریال وېبپاڼه/ ۳ سپټمبر ۲۰۱۹ – د معلوماتو له مخې د الباما آيالت يو مجرم د عمري بنديز سزا د ختميدو وروسته بالاخره د ۳۵ کالونو بند تيرولو وروسته له جيل څخه ازاديږي.

الوين کينراډ په ۱۹۸۳ ميلادي کال کې د ۲۲ کلنۍ په عمر د بل دوست په ملتيا د بيکرۍ له خاوند څخه د چاقو په زور سره ۵۰ امريکايي ډالر اخيستي و، په لومړي پړاو کې نوموړی له درې کلونو بنديز سره مخ شوی و، خو وروسته يې د بند موده عمري قيد ته وغځیده.

په معمولي جرم باندې د څه باندې ۳۵ کلونو سزا تیرولو علت دا دی، چې نوموړي د الباما عادي جرم د قوانینو څخه سرغړونه کړي وه.

د ياد قانون له مخې، که چیرې يو شخص له دوو څخه زیات ځلې په يو جرم ګرم وپيژندل شي، اوږده سزا او يا هم له عمري بند سره مخ کیدلی شي.

د نوموړي د خوشي کيدو اعلان وروسته د هغه ورارې وويل، نشم کولی چې خپل خوشالۍ احساسات څرګند کړم، يوازې لاسونه مو پورته کړل او شکر ګذاري مې وکړه.

تراوسه ښکاره نده چې نوموړی به کله له بند څخه ازاد شي، خو ویل کيږي چې نوموړی به په څو ورځو کې دننه له بند څخه ازاد کړل شي.

الوین کينراډ چې اوسمهال ۵۸ کاله عمر لري، ويلي په تيرو کارونو پيښمان دی او غواړي چې خپله پخوانی دنده چې نجاري ده بیا پيل کړي.

هغه وويل: (( زه يوازې دا وایم چې څه مو کړي په هغې ډیره بښنه غواړم. ما چې تیر کې څه کړي د هغوی مسؤول يم.))

الیون کينراډ زياته کړه له دې وروسته غواړي چې له خپلې کورنۍ سره يو ځای ژوند وکړي.او خپلې ترکاڼی يا نجاری کسب ته دوام ورکړي.

په نړۍ کې دا ډول جالبې پېشې بېخي ډیرې لیدل کېږي.
له دې وړاندې د ايرلینډ په بيلفاسټ ښار کې يوه ښځه له دې کبله د لس کلونو پورې د حیواناتو د نه ساتلو بندیز سره مخ شوه، چې د يوې آسپې بچي روغتيايي حالت، ته يې پام نه وو کړی.

ياده ميرمن چې پيليس برنز نومیږي د لېزبن مګسټرئټس ځايي محکمي لخوا پنځه مياشتې محفاظوي بند، دوه کاله د هغې دنده ټال، او لس کاله د حیواناتو پاملرنې څانګې کې د کار کولو له بنديز سره مخ شوه..

Your SEO optimized title page contents