fbpx

د سالنګ لویه لار د ټرافیکو پر مخ بېرته خلاصه شوه

خبریال وېبپاڼه / ۳ سپټمبر ۲۰۱۹ – د سالنګ لویه لار چې تېره ورځ د سختو سیلابونو د راوتو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه نن بېرته پرانیستل شوې ده.

په افغانستان کې د سالنګونو د ساتنې مسوولین وایي چې دغه لار په ۲۸ سیمو کې تړل شوې وه خو اوس بېرته خلاصه شوې او د خلکو تګ راتګ ورباندې پیل شوی دی.

پرونیو سیلابونو د پروان ولایت په بېلو برخو کې ګڼ مالي زیانونه هم اړولي وو. په پېښه کې یو کس لادرکه شوی و او درې نور ټپیان وو، خو سیلاب ۲۰۰ کورونه او دوکانونه هم ویجاړ کړي وو.

سالنګ لار چې د مرکز کابل سره شمالي ولایتونه نښلوي وخت ناوخت یاده لار د بارانونو سیلابونو د راوتو له امله بندېږي.

د هېواد مهمه د سالنګ لار چې وخت ناوخت د مرکز کابل او نورو ولایتونو څخه پرې مسافر شمالي ولایتونو ته سفرونه کوي هر کال په ژمي کې د سختو واورو له امله د مسافرو او بار وړونکو موټرو پر وړاندې تړل کېږي، خو د ژمي تر څنګ په اوړي کې هم یاده لار د سیلابونو له کبله کله ناکله تړل کېږي.

د سیمي چارواکو پر وینا د سالنګ لار چې د هېواد په کچه یوه مهمه لویه لار بلل کېږي د سږکال د پیل نه تر دې دمه د واورو، توفانونو او سیلابونو له امله په ځلونه ځلونه تړل شوې ده.

د یادو چارواکو پر وینا د سالنګ لار د دې لپاره تړل کېږي چې د مسافرو ژوند په خطر کې ونه لوېږي او له ټرافیکې پېښو وژغورل شي.

دح یادې سیمې چارواکي وایې چې د سالنګ لویه لار په ګرمۍ یاهم اوړي کې بیا یوازې د سیلابونو د راوتو له کبله د ټرافیکو پر مخ تړل کېږي.

د چارواکو پر وینا د پرونیو سیلابونو له امله د مسافرو ترڅنک د سالنګ پر لویه لار لوی بار وړونکي موټرې هم درول شوي وو، چې سوداګرو ته یې هم ستونزې جوړې کړې وې.