fbpx

ولسمشر: طالبان د پردیو په لارښوونه زموږ هېواد ورانوي

خبریال وېبپاڼه / ۳ سپټمبر ۲۰۱۹ – افغان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل ښار کې د طالبانو د تېر ماښام موټر بم برید په غبرګون کې وویل، چې طالبان له هېواده بهر د پردیو کړیو په لارښوونه زموږ هېواد ورانوي.

دغه برید تېر ماښام د کابل ښار له قابل بای سره نږدې د ګرین ویلیج کمپ پر جنوبي دېوال له یوه تراکتور څخه په استفادې چې له چاودېدونکو توکو ډک و، ترسره شو.
نن سی شبنه د وږي میاشتې پر دوولسمه د ارګ په یوه خپره شوې اعلامیه کې ولسمشر غني یاد برید په سختو ټکو غندلی او ویلي دي، چې زموږ د خلکو او هېواد پر وړاندې د طالبانو جګړه بشري جنایت دی.

ولسمشر په دغه اعلامیه کې ویلي، چې طالبان او د هغې رهبري له افغانستانه بهر د پردیو کړیو په واک کې ده او د هغوی په لارښوونه زموږ هېواد ورانوي او زموږ خلکو ته زیان رسوي.

همدارنګه ولسمشر غني د هېواد په مختلفو سیمو کې د طالبانو د ګڼو برېدونو د مهارولو په برخه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو زړورتیا ستايي او زیاتوي، چې طالبان هېڅکله زموږ له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري.

نوموړي زیاته کړه: «دا چې طالبانو د افغان پوځ پروړاندې د جګړې توان له لاسه ورکړی، نو له همدې امله وجې بزدلانه بریدونه ترسره کوي.»

همدا راز ولسمشر غني اړوند مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د پېښې ټپیانو ته په ښه توګه رسیدګي وکړي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل، چې په دغه برید کې ۱۶ ملکي وګړي شهیدان او ۱۱۹ نور ټپیان دي.
د پېښې ځای ته نږدې د تېلو یوه پمپ اور اخېستي او ویل کېږې چې په بشپړ ډول لمنځه تللی دی.

وسله والو طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی او نن سهار یې په یوه تازه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې برید کې یې لسګونه بهرنیان وژلي او دروند زیان یې ور اړولی دی.

طالبانو تېره شپه ویلي و، چې د کابل ښار په قابل بای کې دغه برید یې د هغو عملیاتو په غبرګون کې ترسره کړ، چې بهرنیان او افغان ځواکونه یې په سیمو کې کوي او عام خلک پکې وژني.

خو افغان چارواکي وايي، چې پولیسو له برید وروسته څلور سوه بهرنیان خوندي ځای ته لېږدولي دي.
دغه برید پاکستان، د ناټو سرمنشي او په کابل کې د امریکا سفیر غندلی دی.

بلخوا د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو په قابل بای کې د ګرین ولیج مخې ته لاریون وکړ.

هغوی له حکومت څخه غواړي چې بهرنۍ ادارې او بهرني اتباع له دې ځایه یوه بل ځای ته ولېږدوي؛ ځکه د دوی په وینا طالبان چې هرځل دلته برید کوي، تر ټولو ډېر تلفات دوی ته اوړي.

د طالبانو لخوا دا لوی برید په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره د سولې د نهم پړاو خبرو تر پای ته رسېدو وروسته کابل ته راغلي، څو له افغان چارواکو سره د سولې د هوکړې د مسودې جزئیات شریک کړي.

روح الله زهیر