fbpx

سټیو سمېت پر ټيسټ لوبو باچاهي پيل کړه

خبریال وېبپاڼه / ۳ سپټمبر ۲۰۱۹ – د ای سي سي یا د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ټيسټ نوي درجه بندي اعلان شوه، چې پکې اسټرالیاوي توپ وهونکي سټيو سمېت له هندي کپتان ويراټ کوهلي څخه لومړۍ مقام نيولی دی.

کوهلي لوبډله که څه هم د ټيسټ چمپیون شيپ سيالیو په لړۍ کې ښه روانه ده او تردې دمه يې دوه سيالۍ هم ګټلي. په خپله ويراټ کوهلي د لوبډلې په مشرۍ کې له مهندراسينګ ډوهني څخه وړاندې شو، او د يوه کپتان په توګه لومړۍ لوبغاړی شو چې هند لپاره په ټيسټ کريکټ کې زياتې برياوې خپلوي.

د ويسټ انډیز خلاف د ټيسټ لوبې په لومړي اننګز کې نوموړي ۷۶ منډې وکړې، خو په دوهم اننګز کې نوموړی په صفر سره وسوځید. او پدې سره يې اسټرالياوي لوبغاړي سمهت ته زمینه مساعده کړه چې په ټيسټ درجه بندۍ کې له هغه وړاندې او لومړۍ مقام خپل کړي.

سمېت که څه هم په دریمه ټیسټ لوبه کې شتون نه درلود، خو ویل کیږي چې نوموړی به د انګلستان خلاف په څلورمه ټيسټ لوبه کې برخه واخلي او په دې سره به وکولی شي چې خپل مقام لا پسې غښتلی کړي.

سمېت د ۲۰۱۵ کال دسمبر راهيسې په ټيسټ درجه بندۍ کې په لومړي مقام قرار درلود. خو کله چې په ۲۰۱۸ اګسټ مياشت کې د بال توږونې له کبله د کریکټ بندیز سره مخ شو. ويراټ کوهلي ته موقع په لاس ورغله، ترڅو له هغه څخه لومړۍ مقام ونیسي.

خو د بندیز د پای ته رسيدو او کريکټ ته د راستانیدو وروسته يې په لومړي سيريز کې د انګلستان خلاف په لومړۍ ټيسټ لوبه کې غبرګې سلیزې جوړې کړې او په دوهمه ټيسټ لوبه کې يې بيا ۹۲ منډې جوړې کړلې. نوموړی اوسمهال په ټيسټ کريکټ کې ۶۳،۲۴ ایوریج يا اوسط هم لري.

کوهلي راتلوونکی چانس په خپل کوربه توب د سويلي افريقا خلاف ټيسټ لوبې دي، په هغې کې کولی شي چې د اسټرالیاوي سټيو سمېت مقام له چیلینج سره مخ کړي.

سټیو سمېت ۶۶ ټيسټ لوبې کړي، په ۶۳،۲۴ اوسط سره يې ۶۵۷۷ منډې جوړې کړي دي او ۲۵ سلیزې یې وهلي دي.
له بلې خوا هندي ویراټ کوهلي بیا ۷۹ ټيسټ لوبې کړي، په ۵۳،۱۴ اوسط سره يې ۶۷۴۹ منډې جوړې کړي او ۲۵ سلیزې لري.

د ای سي سي لخوا د توپ وهونکو په ټيسټ درجه بندۍ کې، سټيو سمېت لومړۍ مقام، ويراټ کوهلي دوهم، کېن ويلیمسن دریم، چټشوار فوجرا څلورم، هنری نيکولس پنځم، جو روټ شپږم، اجینکیا رهاني اووم، ټام لتم اتم، ډايموت کارانرتنی نهم او اېډن مارکرم لسم مقام له ځان سره لري.

د ټيسټ کریکټ د توپ اچوونکو په درجه بندۍ کې.
لومړی پاټ کومنز، دوهم کيګسو رباډا، دریم جسپراټ بومرا، څلورم جېسن هولډر، پنځم جيمز اندرسن، شپږم وېرون پاېلنډر، اووم ټرنټ بولټ، په اتم مقام نېل وګنر، په نهم مقام کېماروچ او په لسم مقام محمد عباس قرار لري.

عزیزي