fbpx

طالبانو په کندوز کې کوم وحشت و نه کړ؟

خبریال وېبپاڼه / ۳ اګست ۲۰۱۹ ـ طالبان ځان مجاهدین او د اسلام پتنګان ګڼي، خو د همدې مبارک دین له پپروانو او د لوی څښتن تعالی له مخلوق سره څرګنده دښمني کوي.

طالبانو په ۱۳۹۴ کال کې پر کندوز حمله وکړه، صرف د دې لپاره چې د کندوز په مرکزي چوک خپل بیرغ ودروي، خو په دې برید کې دوی له ۱۰۰۰ زیات ملکي هېوادوال له تېغه تېر کړل او هم يې سلګونه پلویان د کندوز ښار په واټونو، ویالو او لارو کې وشیندل شول.

د ۱۳۹۵ کال په اوږدو کې هم وسلوالو طالبانو یو ځل بیا د کم وخت لپاره پر کندوز ښار ولکه ټینګه کړه او په دې وار يې هم خلکو او ښاریانو ته د مالي تاوانونو د اړولو ترڅنګ ۴۰۰ سوه بې دفاع هېواد وال د خپل ځان په وینو رنګ کړل او همدا ډول د خپلو مړو د جسدونو په وړلو کې هم عاجز شول.

دوی یوازې د خپل بیرغ د یوې شېبې رپولو لپاره په کندوز ښار کې په ښځو، ماشومانو، سپين ږیرو،ځوانانو، د مدرسو او ښوونځیو په زده کوونکو او عامه خلکو هیڅ ډول رحم ونه کړ. سوداګریز مارکیټونه او هټۍ يې لوټ او د اور خوراک کړي او هم يې په دغه ځوریدلې خاوره د وحشت او دهشت سیوری خپور کړ.

د ۱۳۹۸ کال په لومړیو کې يې یوځل بیا د کندوز په څنډو حملې وکړې او غوښتل يې د تېر دوه ځله سقوط ویجاړۍ او بربادۍ تکرار کړي، خو له نیکمرغه  و نه توانیده، پر دغه مهال طالبانو  بیا هم له سلو زیاتې کندوزې کورنۍ د غم په ټغر کینولې چې د اتلو ځواکونو په مرسته د لان ورې بربادۍ مخه ونیول شوه.

دا دی په څلورم ځل طالبان له درې څلورو ورځو راپدیخوا پر کندوز ښار حملې او بریدونه  کوي، ان دا ځل يې هم پښه تر مرکزې سیمو ورسیده خو له ښه بخته بیرته وشړل شول.

هسې خو په دې خاوره د وحشت، دهشت او بربریت هېڅ دریغ نه دی شوی خو طالب چې د کندوز په خاوره کوم ظلم کړی د بشریت په تاریخ کې ساری نه لري، په دغه تاریخي او سرسبز ولایت کې نښلونکي لارې د دوی له امله ویجاړې شوي او لويې پلونه  نړول شوي دي.

زه څه وخت مخکې د کندوز دشت ارچي ته تللی وم، یوه ورځ له یوې نادرې خبر شوم، طالبان د شپې په ۱۲ بجو دیو کور دروازه ټکوي، د کور مالک یو بې وزله بزګر دی، دوی( طالبان) ۱۵تر ۲۰ پورې کسان دي، دکور مالک ته وايي چې هله موږ ته ډوډۍ را کړه، د کور مالک په ویریدلي حالت کې کورته ننوزې ،ګورې چې میرمنه يې په اولاد مریضه ده او ډوډۍ نشي تیارولي، سړی رازې طالبانو ته سوال او زارۍ کوي چې د خدای لپاره میرمنه مې مریضه ده او ډوډۍ نه شي تیارولي موږ معاف کړی، دوی پورته کیږي او  بې وزله بزګر تر مرګه وهي او کورته په ننوتو يې میرمن په ګولیو غلبیل کوي، چې په دې سره مور او ماشوم دواړه لمنځه وړل کیږي.

دا د دوی د وحشت او بربریت یوازې درې څلور بیلګې وې، داسې به ډير وې چې نه رسنیزې شوې او نه يې چا د ویلو لپاره خوله خلاصه کړه. زموږ هیله له حکومت څخه دا ده چې کندوزیان نور له دې ظالمانو وژغوري، ځکه د کندوز خلک د دوی د ظلمونو او حشتونو له لاسه پوزې ته راغلي دي. هغه د شاعر خبره ده:

که وطن وران شي او که ودان شي

د طالب داغ یې خدای که جبران شي

فیصل ساپی ـ کندوز