fbpx

افغان ۱۹ کلنې لوبډلې کولمبو لوبډلې ته ماتې ورکړه

خبریال وېبپاڼه / ۳ سپټمبر ۲۰۱۹ – له ۱۹ کلنو کم عمره افغان لوبډلې د اسیا جام سیالیو لپاره د تمریناتو په لړکې د کولمبو ۱۹ کلنې ملي لوبډلې ته د ۷۴ منډو په توپیر سره ماتې ورکړه.

په دې تمریناتي لوبه کې د افغانستان نولس کلنې لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه چې په لومړنۍ توپ وهنه کې یې په ۴۶ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره کولمبو لوبډلې ته د ۱۹۳ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان لپاره په توپ وهنه کې فرهان زاخېل تر ټولو ډیرې ۴۸ منډې، عابد تڼيوال ۳۵، ننګیالي ۱۹ او رحمن الله ځدراڼ ۱۶ منډې وکړې چې په هدف کې ښه رول ولوبوه.

کولمبو لوبډلې د افغان لوبډلې د ۱۹۴ منډو هدف په ټول توان سره پوره نکړ چې ټوله لوبډله یې په شپږ دیرشتم اور کې په ۱۱۸ منډو باندې وسوځېده او یاده سیالي یې پر ۷۴ منډو باندې بایلوده.

د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې شفیق الله غفاري او نور احمد لکڼوال درې – درې مهم لوبغاړي وسوځول، دغه راز عابد تڼیوال او ننګیالي یو – یو لوبغاړی له مخې پورته کړ چې د سیالۍ په ګټلو کې ښه رول ولوبوه.

یاده سیالي افغانستان د ۷۴ منډو په توپیر له کولمبو لوبډلې څخه وګټله. د مسوولینو پر وینا د تمریناتي سیالیو یې هدف اسیا جام ته چمتووالی دی.

د سریلانکا په کوربه توب د ۲۰۱۹ کال اسیا جام سیالیو په جدول کې افغانستان په الف ګروپ کې قرار لري؛چې ورسره هندوستان،پاکستان او کويټ لوبډلې هم شاملې دي.

د معلوماتو له مخې د نوولس کلنو په اسیا جام سیالیو کې ټولټال اته لوبډلې ګډون کوي،چې په دوو ګروپونو ویشل شوي دي.

په (الف) ګروپ کې افغانستان، هندوستان، پاکستان او کويټ لوبډلې قرار لري.

په (ب) ګروپ کې سریلانکا،بنګله دېش،امارات او نيپال لوبډلې قرار لري.

دغه پنځوس اوریزې سیالۍ به د راتلوونکي سپټمبر میاشتې په پنځمه نېټه پیل شي چې د سپټمبر تر څوارلسمې نېټې پورې به دوام وکړي.

افغان ۱۹ کلنه ملي لوبډله به د ۱۹ کلنو اسیایي جام سیالیو په لړکې لومړۍ لوبه د پنجشنبی په ورځ له پاکستانۍ ۱۹ کلنې ملي لوبډلې سره ترسره کړي.

د نوولس کلنو لوبډلو ترمنځ د اسیاجام سیالیو زیاتې اتلولۍ هندۍ لوبډلې ګټلي،چې پنځه ځلې یې د یادو سیالیو اتلولي خپله کړي.

یاده دې وي چې افغانستان هم په ۲۰۱۷ کال کې د یادو سیالیو په پای لوبه کې سیالې پاکستانۍ لوبډلې ته د ۱۸۵ منډو په توپیر سختې ماتي په ورکولو سره د یادو سیالیو اتلولي خپله کړي وه.