fbpx

یوې پاکستانۍ سندرغاړي مودي د مارانو په برید ګواښلی

خبریال وېبپاڼه / ۳ سپټمبر ۲۰۱۹ – ښايي تر دې دمه مو د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي پر وړاندې د پاکستانیانو او ځینو کشمیریانو ډول ډول ګواښونه، نیوکې او ستوغې خبرې اورېدلې وې؛ خو دا ځل پاکستانۍ سندرغاړې رابي پیرزاده نوموړی د مارانو په برید ګواښلی دی.

رابي پیرزاده په یوه ټويټ پوسټ کې خپله وېډیو خپره کړې او په وېډیو کې ګرد چاپېره ماران او تمساوې ترې تاو دي او په خبرو کې وايي، چې دغه ماران به مودي ته ور استوي او د هغه ژوند به په دوزخ ور بدلوي.

رابي پیرزاده د جمو او کشمیر په اړه د هند د حکومت وروستي دریځونه ردوي او مودي د مارانو په برید ګواښي.

سندرغاړې په خپله خپره شوې وېډیو کې له مارانو سره لوبې کوي او وايي چې دغه ماران د هند د لومړي وزیر مودي لپاره یوه ځانګړې ډالۍ ده.

نوموړې په دې وېډیو کې ادعا کوي، چې د یوې کشميرۍ په توګه به هندوانو ته پوره ځواب ورکړي.

پیرزاد له مارانو وغوښتل، چې چمتو و اوسي؛ ځکه دوی ټول تیار دي، چې دغه ماران د پولې ها خوا واستوي او هغوی ته بې درېغه زیان واړوي.

نوموړې وویل: «زه د یوې کشمیرۍ نجلۍ په توګه چمتو یم، چې دغه ماران ټول د هند لومړي وزیر ته ډالۍ کړم او تاسو(هندوان) هم چمتو اوسئ، څو د دوزخ په اور کې مړه او وسوځئ.»

د وېډیو په وروستیو شېبو کې لیدل کېږي، چې پیرزاده د کشمیر په ملاتړ سندره هم زمزمه کوي.

له کله نه چې د مودي حکومت د اساسي قانون ۳۷۰ ماده لغوه کړه، نو له هغه وخته پر هند باندې د پاکستانیانو او ځینو کشمیریانو دغه ډول نیوکې او ګواښونه هم زیات شوي دي.

۳۷۰ هغه ماده وه، چې کشمیر ته یې ځانګړې خودمختاري ورکړې وه، خو د هغې په لغوه کېدو سره د جمو او کشمیر خودمختاري هم لغوه شوه.

د هند د اساسي قانون د ۳۵مې مادې لمخې عام هندیان نشي کولای چې په کشمیر کې دایمي و اوسېږي، ځمکې واخلي، سیمه ییزې حکومتي دندې ترسره کړي او یاهم تعلیمي بورسونه واخلي؛ خو د ۳۷۰ مې مادې په لغوه کېدو سره هر هندی کولای شي، چې کشمیر کې ځمکې واخلي او هلته و اوسېږي.

د هند د لومړي وزیر د فرمان لمخې تردې وروسته به جمو او کشمیر د هند د مرکزي حکومت لخوا اداره کېږي او ایالتي حیثیت به یې لمنځه ځي.

همدارنګه باید ووایو چې د ۳۷۰ مې له لغوه کېدو وروسته به د هند ټول اساسي قانون په کشمیر پلی کېږي او ایالتي حکومت څخه به د دې واک واخیستل شي، چې د اساسي قانون کومه ماده په کشمیر تطبیق کړي.

دا هغه څه وو، چې پاکستانۍ سندرغاړې رابي پیرزاده یې هم ډېره په غوسه کړې وه او مودي یې حتا د مارانو پر برید وګواښه.

رابي پیرزاده د پاکستان پاپ سندرغاړې او اداکاره ده او همدارنګه په یوه تلوېزون کې خپرونې هم چلوي.

نوموړې د ۱۹۹۲ کال د فبروري په درېیمه نېټه په کويټه کې زېږدلې ده. خو اوس د کشمیر په مظفر آباد کې اوسېږي. نوموړې د پاکستان د پوځ د پخواني افسر جګړن همایون پیرزاده لور ده.

روح الله زهیر

Your SEO optimized title page contents