fbpx

يو ځوان کریکټر خپل ژوند له لاسه ورکړ

خبریال وېبپاڼه / ۴ سپټمبر  ۲۰۱۹ – د زابل کرکټ ولایتي ادارې خبر ورکړی دی چې په دې ولایت کې د کورني کرکټ یو پیاوړي ځوان لوبغاړي نور احمد سعادت په یوې ټرافیکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د زابل د کرکټ آمر محبوب محبت یاده پېښه تایید کړې او وایي، چې په دې ولایت کې نور احمد سعادت تنکی ځوان کرکټر وو چې نن سې شنبه یې په یوه ټرافیکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د نوموړي پر وینا سعادت چې د ځوانۍ او هوښیارتیا مرحلو ته نوی رسېدلی وو له شا او خوا څلورو کلنو راهیسي یې په زابل کې د کرکټ لوبه کوله.

د سرچینې پر وینا نور احمد سعادت د کرکټ په ډګر کې د زابل په سیمه ییزو بېلا بېلو لوبډلو کې لوبېدلی وو چې دا مهال هم د یوې معیاري اریانا کرکټ لوبډلې مهم لوبغاړی بلل کېده.

نور احمد سعادت په راسته یا ښي لاس باندې توپ وهنه او توپ اچونه ترسره کوله، دغه راز نوموړی په خپلې وړتیا سره د زابل منتخبي ۱۶ کلنې لوبډلې برحاله غړی هم وو.

د زابل کرکټ بورډ ادارې هم د نوموړي په مرګ باندې خواشیني ښودلې دوی د هغه له کورنۍ او د کرکټ لوبغاړو سره یې خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده او دایې د زابل او افغانسان لپاره لویه ضایع بللې ده.

د زابل کرکټ ادارې امر محبوب محبت وایي، چې سبا سهار به په یاد ولایت کې د سولې تر عنوان لاندې دکرکټ سیالیو په نیمه پایلوبه کې چې د زابل الف او هلمند لوبډلي ترمنځ تر سره کیږي د زابل لوبډله د ځوان شهید نوراحمد انځور له ځانه سره ولېږدوي، او همدارنګه د غمشریکي په خاطر به د ټولو لوبغاړو پر مټو تورې پټۍ هم لګېدلي وي.

دغه راز نوموړی وایي، چې ترڅنګ به یې په سبانۍ نیمه پای لوبې او ماسپښین پایلوبه کې د شهید د روح د ارمتیا په خاطر هیڅ کومه موسیقي او د خوښي بله اله ونه غږول شي او یوازې به یې په احترام ارامه لوبه وکړي.