fbpx

پاکستان او طالبان: په افغان ځواکونو دې نړۍوالې مرستې بندې شي

خبریال وېبپاڼه / ۴ سېپټمبر ۲۰۱۹ ـ سره له چې د امریکا د متحده ایالاتو او د طالبانو د مرکچي پلاوي ترمنځ په قطر کې نهم پړاو خبرې پای ته ورسېدې، خو لا هم ځینې داسې مسایل شته چې امریکا او طالبان پرې اختلاف لري.
د کره معلوماتو له مخې د امریکا او طالبانو ترمنځ اختلاف د تړون په پنځمې مادې دی، په دې مادې کې ویل شوی چې د تړون له لاسلیک وروسته به طالبان په بهرنیو عسکرو حملې نه کوي، خو طالبان وايي، دا ماده په هغه صورت کې مني چې امریکا او نور ملګري یې له افغان امنیتي ځواکونو سره خپلې مرستې ودروي. امریکا که څه هم له طالبانو سره منلې چې مرستې به کموي، خو په مکمل ډول یې قطع کولای نه شي.
طالبانو خپلو بریدونو ته هم په همدې خاطر زور ورکړی چې په امریکا خپله دا غوښتنه ومني او مجبور یې کړي چې نسبتاً په پښو ولاړ افغان پوځ له منځه یوسي.
ویل کېږي د افغان پوځ د ختمولو او کمزوري کولو غوښتنه پاکستان لري چې په قطر کې یې طالبان د خپلې مهمې غوښتنې په توګه مطرح کوي.
له دې مخکې د قطر د دفتر مشر شېرمحمد عباس ستانکزي هم په یوه مرکه کې ویلي و چې له سولې وروسته افغان پوځ ته اړتیا نشته او له منځه به لاړ شي، خو د عامو افغانانو له ډېرو نیوکو وروسته یې خپلې خبرې داسې ترمیم کړې چې په افغان پوځ کې اصلاح ته اړتیا ده او د ده منظور دا نه و چې په بشپړ ډول دې پوځ له منځه لاړ شي.
د دې خبرو په ځواب کې څو ورځې مخکې د افغانستان د ملي امنیت شورا مشر حمدالله محب له افغان ځواکونو سره په کتنه کې ویلي و چې افغان ځواکونه د افغانانو ویاړ دي او د حکومت مشران به هېڅکله هم په افغان ځواکونو معامله و نه کړي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان د اوږد تاریخ لرونکی ملي پوځ د ډاکتر نجیب الله د حکومت له سقوط څخه وروسته له منځه لاړ او د پوځ له ختمېدو وروسته مجاهدینو د افغانستان ډېر نظامي وسایل کباړ کړل او پاکستان ته یې د پلورلو په خاطر یوړل. دا د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو ځورونکې پېښه وه چې د کلونو په ترڅ کې جوړ شوی یو منظم پوځ د پاکستان په غوښتنه ټوټې ـ ټوټې شو او ولس غلو او داړه مارانو ته پرېښودل شو چې د وطن په هره برخه کې یې خپلې ملک الطوایفۍ درلودې.
ډېرو پاکستاني سیاستوالو او نظامي مشرانو دا یوه ستره لاسته راوړنه بلله چې د مجاهدینو په مرسته یې افغان پوځ ختم کړ، خو و به کتل شي چې عمران خان او جنرال قمر باجوه به بیا په دې بریالي شي چې د طالبانو په مرسته بیا افغان پوځ له منځه یوسي؟!