fbpx

ارګ:د سولې د هوکړې په اړه لا ډېر وضاحت غواړو

خبریال وېبپاڼه / ۴ سپټمبر ۲۰۱۹ – افغان حکومت وایي، چې د سولې له روان بهیر ملاتړ کوي، خو د امریکا او طالبانو ترمنځ د کېدونکې هوکړې د پایلو په اړه اندېښمن دي.

تازه د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي،افغان حکومت د سولې بهیر کې د هر هغه پرمختګ ملاتړ کوي، چې پایله یې تلپاتې سوله او د جګړې ختمېدل شي.

نوموړی وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې په اړه د افغانستان حکومت اصلي اندېښنه دا ده چې تر هوکړې وروسته د ممکنه رامنځ ته کېدونکو خطرونو مخه څنګه ونیول شي.

صدیق صدیقي ویلي، لکه څنګه چې پخوانیو امریکايي چارواکو او سناتورانو د دغه هوکړه لیک په اړه اندېښنه ښودلې، افغان حکومت یې هم په اړه اندېښمن دی او ددغې هوکړې په تړاو لا نور وضاحت غواړي.

نن هم په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر جمیز کنینګهم ویلي، که امریکا له افغانستانه خپل ملاتړ راکم کړي، نو دغه هېواد به یوځل بیا کورنیو جګړو ته وګرځي او په لوی ناورین به اخته شي.

څو ورځې وړاندې د افغانستان د سولې لپاره د ا مریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په کابل کې ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رییس عبدالله عبدالله ته د طالبانو او امریکايي پلاوي ترمنځ د سولې د هوکړې متن ښودلی دی خو بیایې هم د وضاحت غوښتنه کړې.

صدیقي تېره دوشنبه په کابل کې یوې غونډې ته ویلي وو ،چې زلمي خلیلزاد له افغان چارواکو سره د سولې د هوکړې متن شریک کړی او افغان حکومت به د دغه سند ټول اړخونه او جزئیات و ارزوي.

د صدیقي پر وینا: «افغان حکومت به په پوره غور او همدارنګه د هېواد ملي ګټو ته په کتو د یاد سند ټول اړخونه او جزئیات وارزوي.

بلخوا زلمي خلیلزاد هم په ډاډ سره ویلي دي چې موږ په افغانستان کې یو داسې حکومت غواړو چې د ټولو افغانانو په خوښه وي، داسې حکومت نه غواړو چې په زور په خلکو ور وتپل شي.

د سولې د نهم پړاو خبرو له پای ته رسېدو وروسته خلیلزاد وویل، چې له طالبانو سره د یوې داسې هوکړې په درشل کې دي، چې زورزیاتی به ورسره کمېږي او د بین الافغاني خبرو لپاره به زمینه برابرېږي.

خلیلزاد داهم وايي، که د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه په سمه توګه پلې شوه، نو په افغانستان کې مېشت امریکايي ځواکونه به د ۱۳۵ ورځو په جریان کې د دغه هېواد له پینځو پوځي ادو څخه ووځي.

دغه راز څو ورځې وړاندې رویټرز خبري آژانس د طالبانو د یوه قومندان له خولې لیکلي وو، چې له امریکانو سره که هوکړه وهم شي، بیا به هم له افغان حکومت سره جنګېږي او پر افغان ځواکونو به خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

د طالبانو یوه بل قومندان بیا دغه آژانس ته ویلي، چې له امریکایانو سره د سولې تر کېدونکې هوکړې وروسته به امریکايي ځواکونه له افغان ځواکونو ملاتړ نه کوي.

داسې هم ویل کېږي، چې له امریکا سره د طالبانو د سولې د هوکړې مسوده به د ولسمشر ټرمپ له لوري هم کتل کېږي او د هغه ترمنلو وروسته به په راتلونکو څو ورځو کې د بین الافغاني ناستې لپاره ځای او نېټه اعلان شي.