fbpx

طالبان او وطندوستي؟

خبریال وېبپاڼه / ۴ سېپټمبر ۲۰۱۹ ـ زلمي خلیلزاد ویلي چې په طالبانو کې هم وطندوسته خلک شته، ده په وینا طالبانو ورته ویلي چې دوی اوس هغه پخواني طالبان نه دي او اوس یې له تاریخه ډېر عبرت اخیستی دی، خو کله چي بيا سړی د طالبان دا هر ورځ ځانمرګي بريدونه، د بې ګنا انسانانو وژل، د ښځو، سپين ږيرو او ماشومان قتلول او د عامه تاسيساتو ورانول ګوري، د خلیلزاد خبره سړي ته یوه ټوکه ښکاره شي.

د خليلزاد خبره طالبان وطندوست دي، خو د پلونو، سړکونو او پلچکونو ورانول، وطندوستي ده؟ د وطن پر بچو ارام ژوند ناارامه کول، وطندوستي ده؟ ښادۍ يې په غم اړول، وطندوستي ده؟ د وطن او نظام مخالفت کول، وطندوستي ده؟ د وطن د ملي نښانونو او ارزښتونو سره مخالفت، وطندوستي ده؟ جګړه نه بندول، وطندوستي ده؟ له اوربنده تښتېدل، وطندوستي ده؟ د سولې خبرو په جريان کي، جګړې ته زور ورکول، وطن دوستي ده؟ په ښارونو کي ځانمرګي کول، وطندوستي ده؟ د وطن بې ګناه بچي وژل، وطندوستي ده؟ په کليو کي له غريب ولس څخه په زور ډوډۍ اخيستل، وطندوستي ده؟ د وطن د بچو ښوونځي تړل او سيمې يې بې ثباته کول، وطندوستي ده؟

سړی حيران سي، چي ناځوانه خليلزاد وطندوستي له کومي زاويې تعريفوي؟ دا هر څه خو موږ او تاسي پخپلو سترګو ليدلي، چي طالبانو ترسره کړي، نو نه پوهيږم؛ خليلزاد دې وران کاريو ته د وطن دوستۍ کوم پرتوګ ور ګنډي؟

د طالبانو خبره؛ بدل شوي دي او عبرت يې اخيستی؟

څنګه بدل شوي او څنګه عبرت؟ مخکي يې هم بې ګناه انسانان وژل، اوس يې هم وژني؛ مخکي يې هم په ښارونو کي ځانمرګي کول، اوس يې هم کوي، تاسي ماته د طالبانو هغه ځانمرګی بريد راښودلی سی، چي په هغه کي د دوی تر خپل هدف زيات؛ بې ګناه وګړي نه وي وژل سوي؟ په هغه کي ښځې، سپين ږيري او ماشومان نه وي وژل سوي؟ را ښودلی يې سئ؟ نو دا څنګه بدلون او له تير تاريخه زده کړه ده؟ دا کار خو دوی پخوا هم کوی او اوس يې هم کوي، ان تر پخوا يې اوس ډېر هم کوي.

د بدلون او عبرت خبره خو يې هغه وخت رشتيا ګڼل کيدای سوای چي دوی ورځ تر بلي جګړه کمولی، شعوري سوي وی، فکر يې د وطن پر ابادۍ را څرخيدونکی وای، د سولي د نوم په اوريدلو يې لومړی خپله د اوربند غږ کړی وای، اوربند د دوی شرط وای، ځکه دوی ځانونه د اسلام او مسلمان محافظين ګڼي، نو چي په يو ډول د مسلمان ژوند ژغورل کيدلای، دوی يې بايد هڅه کړې وای. خو نه؛ د دوی لومړی ضد له اوربند سره و، دوی د جګړي د ختمولو، يا کمولو پر ځای، جګړه لا تونده کړه، لا يې د بې ګناه مسلمانانو وژلو ته زور ورکړ. نو بدلون او زده کړه دا ډول وي؟

ايا د بدلون او عبرت خبرې له دوی سره څوک منلی سي، په داسي حال کې چې دا هر څه هره ورځ پخپلو سترګو وينو؟

نو خبره مي دا کول چي طالب هغه طالب دی، هيڅ بدلون يې نه دی کړی. هو! که د ښاغلي شير عباس ستانکزي د ږيري سټايلونه دوی موږ ته د بدلون د نمونې په توګه رامخته کوي، چي په يوه غونډه کي يې ږيره لنډه وي، بله کي اوږده وي؛ په داسي حال کي چي دوی پخپل دور کي بلها د عزت خاوندان په ږيرې بې عزته کړل، نو دا بيا صحي خبره ده، رشتيا هم دغه يو بدلون په کې ليدل کيږي.

بل دا چي په طالب کي پخوا د واک او اقتدار غوښتنې څرک خاص نه لګيدی، خو اوس په ښکاره ځان اقتدار ته رسول غواړي، دا که په هر قيمت وي، ان کوم امتيازات چي امريکا اوسني حکومت ته ورکړي، که دا طالب ډلې ته ورکړي، دا ډله به اقتدار ته د رسيدلو لپاره له امريکا سره هر راز جوړ جاړی وکړي او نوم به د بدلون، عبرت او سياست ورکړي.

لیکوال: احمدشاه ساحل