fbpx

رسل ډومينګو: افغانستان ته به په ټيسټ لوبه کې ماتې ورکوي

خبریال وېبپاڼه / ۴ سپټمبر ۲۰۱۹ – د بنګله دېش کريکټ ملي لوبډلې نوي مشر روزونکي رسل ډومینګو ويلي، په خپله لوبډله باور لري چې په ټيسټ لوبه کې به افغان لوبډلې ته ماتې ورکوي.

نوموړي وايي، زمونږ هڅه به دا وي چې په حوصلې سره لوبه وکړو او په افغانستان فشار واچوو.

(( مونږ باید په داسې پروسې کار وکړو، چې په حوصلې سره لوبه وکړو او په افغان لوبډله فشار وراد کړو، که چيرې مونږ دا کار وکړ، پايله به زمونږ په ګټه وي.))

د افغانستان او بنګله دېش لوبه چې سبا په چټاګانګ ښار کې پیليږي، د رسل ډومینګو په دنده کې به لومړۍ ټیسټ لوبه وي.

۴۵ کلن سويلي افريقايي رسل ډومینګو په وينا چې دی به په هغه سيستم کې چې لا وړاندې د بنګله دېش لوبډلې لپاره ترتیب شوی، کوم بدلون رانه وړي.

(( د بنګله دېش سره به دا زما لومړۍ ټيسټ لوبه وي، زه به وګورم چې دوی څنګه کارکردګي کوي، دا ستونزمنه ده چې هغه سیستم چې په تيرو دوو ټيسټ لوبو کې په لاره اچول شوی، بدلون ومومي.))

نوموړي وايي چې د لومړۍ ټيسټ لوبې وړاندې له شکيب الحسن او د ټيم ټاکوونکي څانګې سره يې ناسته کړې او د هغوی څخه يې هم مهمې او ګټورې مشورې ترلاسه کړي دي.

ډومينګو زياته کړه چې د افغانستان د سپین بالینګ په اړه ښه معلومات لري چې څومره خطرناک دي.

(مونږ په محدود اوریزو پارمټونو کې د افغانستان توپ اچونه لیدلی او پدې هم خبر هم چې د دوی سپین اټيک بالینګ څومره خطر پيښوالی شي.خو که وګورئ! ټيسټ بیا ځانته پارمټ دی، له نورو پارمټونو توپير لري. دوی د راشد او نبي په شان پياوړي او سيالۍ ګټوونکي لوبغاړي لري، مونږ دوی ته احترام لرو، خو په ورته وخت کې مونږ پلان لرو چې له دوی څخه زیاتې منډې واخلو.))

له بلې خوا افغان کریکټ ملي لوبډلې روزونکي انډي مولز ويلي چې مونږ بنګله دېش لوبډلې ته احترام لرو، خو له دوی ویره نه لرو.

(( مونږ بنګله دېش لوبډلې ته زيات احترام لرو، دوی زمونږ څخه په لېول کې لوړ دي، خو مونږ له دوی څخه ويره نه لرو. دوی له زیات وخت څخه راپديخوا پخپل کور کې دننه ښه کریکټ لوبې کړي.))

هيره دې نه وي چې د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ يوازينۍ ټيسټ لوبه به سبا د افغانستان په وخت اته نيمې بجې پيل شي.

عزیزي