fbpx

نازيه اقبال او جاوېد فضا د ژوند لارې سره بېلې کړې

خبریال وېبپاڼه / ۴ سپټمبر ۲۰۱۹ – د پښتو ژبې نوموتې سندرغاړې نازیه اقبال له خپل افغان خاوند جاوید فضا څخه د کورني تاوتریخوالي له کبله طلاق واخیست او خاوند یې هم طلاق ومانه.

نن په ټولنیزو رسنیو یوه تازه ویډیو خپره شوې چې په دې ویډیو کې نازیه اقبال ډیره په ناهیلۍ له خپل افغان خاوند جاوید فضا څخه طلاق غواړي او هغه هم له ځنډ پرته طلاق ورکړی دی.

په خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې نازیه اقبال له خپل افغان خاوند جاوید فضا څخه غواړي چې نور دې طلاق ورکړي، هغه هم درې ځلې خپلې مېرمنې ته د هغې په خوښه د طلاق ورکولو نوم تکرار کړ او رخصت یې کړه.

د اسلامي قانون له مخې هم یو مسلمان خپلې ښځې ته د درېیو طلاقونو ورکولو اجازه لري چې د ‘طلاق’ توری درې ځلې پکې تکرار کړي دوی هم په دې ډول سره له یو بل جلا شول.

په ټولنیزو رسنیو هم د دې مشهورې جوړې په تړاو ډول ډول نظرونه خپریږي چې ولې دغه جوړه له ډیر وخت وروسته له یو بل جلا شول؟، خو د نازیه اقبال له څېرې ښکاري چې د دوی ترمنځ طلاق د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوی دی.

څه وخت وړاندې نازیه اقبال خبر ورکړی وو چې نوموړې د خپلو اولادونو سره یو ځای د پلازمېنې اسلام اباد څخه د لندن په لور تللې او هلته به نور باقي ژوند ټول تېر کړي.

نازیه اقبال د پښتو ژبې وتلې سندرغاړه بلل کېږي اقبال تر دا مهاله د شپږو اولادونو مور ده جالبه خو لا داده چې نازیه اقبال له ماشومتوب څخه سندرو ویلو ته راوتلې وه هغه وخت د اووه کلونو په عمر وه چې سندرې یې پیل کړې چې تر نن ورځې پورې یې په پښتنو کې یو ستر شهرت پیدا کړ .

داهم معلومه نه ده چې د نازیه اقبال دغه شپږ اولادونه به له پلار او یاهم له مور سره پاتې شي په دې اړه لا دواړو څه نه دي ویلي، خو ممکن په دې اړه تاوده بحثونه وروسته راوپارول شي.

نازیه اقبال په پښتو ژبه بې حسابه په زرګونه سندرې د هر پښتون په زوق ویلي دي،نازیه هغه څوک وه چې په اوسنۍ زمانه کې د ټولنې هرې طبقې ته د هغوی په زوق سندرې وایې.

په حقیقت کې پاکستان د پښتنو هنرمندانو لپاره یو خطرناکه هېواد بلل شوی ځکه له دې وړاندې هم غزاله جاوېد، اېمن او داسې څو نورې سندرغاړې په دغه هېواد کې ووژل شوې او دا اوس نازیه اقبال هم د خطر له وجې پاکستان پرېښودی وو..

سندرغاړې نازیه اقبال له دې وړاندې هم ویلي وو چې خاوند یې غواړي د دې اولادونه په لندن کې غوره تعلیم وکړي، نو له همدې امله به تر ډیره په لندن ښار کې پاتې شي، خو لندن ته د تګ وروسته سره ډیر ژر جدا شو.

نازیه اقبال اوس هم په ډاډ سره وایې، چې هېڅ داسې پرېکړه یې نه ده کړې چې ګواکې سندرې دې پرېږدي، بلکې به لندن کې به هم دا مسلک پرېنږدي چې وخت ناوخت به د نړۍ پښتنو په کنسرتونو کې برخه اخلي .

د نازیه اقبال خاوند په خټه افغان دی او هغه نه غوښتل چې نازیه اقبال هم په پاکستان کې د غزاله جاوید په برخلیک اخته شي نو له همدې امله یې لندن ته کډه کړې وه خو اوس یې لارې د ټول عمر لپاره جدا شوې.

نازیه اقبال په داسې حال کې له خپل خاوند څخه طلاق واخیست چې تیرکال یې خپل سکه ورور د دې په دوه ماشومانو جنسي تېری کړی وو او د همدې قضېې په اړه یې پاکستاني حکومت د هغې ورور نیولی وو او د مرګ سزا یې ورته اورلې وه.

خو نازیه اقبال لندن ته د تګ وړاندې خپل مجرم ورور وبخښه او هغه دوسیه یې د مور په واک کې ورکړه اوس نو ښای ورور یې هم له زندانه ازاد او وبخښل شي.

Your SEO optimized title page contents