fbpx

سبا افغانستان او بنګله دېش تاریخي تېسټ لوبه پیلوي

خبریال وېبپاڼه / ۴ سپټمبر ۲۰۱۹ – د افغانستان او بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ یوازینۍ تاریخي ټېسټ لوبه سبا سهار د کابل پر وخت اته نیمې بجې پیلږي.

سبا به د دواړو لوبډلو افغانستان او بنګله دېش ترمنځ يوازينۍ تاریخي ټيسټ لوبه د سپټمبر مياشتې په پنځمه نېټه پیل شي. دې سیالۍ ته افغان لوبغاړو بشپړ چمتو والی نیولی دی او پر دې باوري دي چې په دې لوبه کې به بنګله دېش ته ماته ورکوي.

افغانستان د ټيسټ غړیتوب ترلاسه کولو وروسته يوازې دوه ټيسټ لوبې کړي دي چې لومړۍ ټيسټ لوبه يې په ۲۰۱۷ کال کې د هند خلاف ترسره کړې وه او د ۲۶۲ منډو په توپير يې بايلوده.

دغه راز یې وروستۍ ټيسټ سيالي د تېر کال په مارچ مياشت کې د هند په ډهريدوان کرکټ لوبغالي کې د ایرلینډ خلاف ترسره کړه چې په اوو ويکټو يې پکې ستره بریا خپله کړه او له همدې ځایه یې د ټېسټ بری ثپت کړ.

د افغانستان ټيسټ کريکټ ملي لوبډله دې سیالۍ لپاره په عربي متحده اماراتوکې یوه اونۍ تمرینات وکړل، دغه راز یې د سپټمبر په لومړۍ نېټه د بنګله دېش کريکټ بورډ الېون لوبډلې سره يوه تمریني لوبه هم ترسره کړه چې هغه هم مساوي پای ته ورسېدله.

د افغان کرکټ بورډ پر وینا یاده سیالي د یوازینۍ ټېسټ سیالۍ لپاره د لوبغاړو تمرینات وو چې د لوبغاړو وړتیاوې یې په ډاګه کړې او راتلونکې سیالۍ لپاره یې کمزورې نقطې هم په ډاګه شوې چې له تېرو دریو ورځو راهیسې پرې کار کړی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان ملي لوبډلي اوسني او لنډ مهاله روزونکي انډي مولز رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د بنګله دېش خلاف لوبغاړي سیالۍ ته لېواله دي او اضافي تمرینات یې هم کړي دي او نه غواړي چې یاده لوبه وبایلي.

هغه وایي”موږ ښه لوبېدلی شو ځکه لوبغاړو هڅه کړې ده موږ له بنګله دېش څخه ویره نه لرو خو احترام ورته لرو مونږ به د جوړشوي پلان له مخې ولوبېږو.”

په ورته وخت کې د بنګله دېش لوبډلې د ټېسټ لوبې لوبډلمشر شکیب الحسن هم رسنیو ته ویلي دي چې د افغان لوبډلې هېڅ اټکل نشي کېدلی ځکه هغوی په هر فارمټ کې ښه ځلېدلي دي.

دغه راز د ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان هم رسنیو سره په خبرو کې ویلي، سره ددې چې په نړيوال جام کې يې لوبډلې یوه لوبه هم ونه ګټله، خو کومې تجربې يې چې د انګلستان په کوربه توب د ۲۰۱۹ کال نړيوال جام څخه ترلاسه کړي دي، د بنګله دېش په سيالیو کې به له دوی سره زياته مرسته وکړي.

د یادولو ده د دې سيالۍ وروسته د سپټمبر ۱۴ مې نېټې نه نیولې تر ۲۱ مې پورې درې اړخیز شل اوريز سيريز پيليږي، چې پکې به بنګله دېش، افغانستان او زمبابوې لوبډلې ګډون وکړي.