fbpx

نوولس کلنو اسیا جام کې سبا افغانستان له پاکستان سره سیالي لري

خبریال وېبپاڼه / ۴ سپټمبر ۲۰۱۹ – سبا د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډله هم د اسیا جام سیالیو په لړ کې د پاکستان پر وړاندې خپله لومړۍلوبه ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، چې دغه پنځوس اوریزه لوبه به هم د افغانستان پر وخت د سهار په ۸:۳۰ بجې پیل شي.

د سریلانکا په کوربه توب د ۲۰۱۹ کال اسیا جام سیالیو په جدول کې افغانستان په الف ګروپ کې قرار لري؛چې ورسره هندوستان،پاکستان او کويټ لوبډلې هم شاملې دي .

افغانستان به په خپل ګروپ کې لومړۍ سیالي د سپټمبر په پنځمه نېټه سبا د سیال هېواد پاکستان خلاف ترسره کړي، د ګروپ دوهمه سیالي به د سپټمبر په اوومه نېټه د کويټ خلاف او وروستۍ سیالي به د سپټمبر په نهمه نېټه د هندوستان لوبډلې خلاف ترسره کړي.

په بل (ب) ګروپ کې بیا سریلانکا،بنګله دېش،امارات او نيپال لوبډلې هم قرار لري

دغه راز له ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبغاړو د اسيا جام سياليو لپاره د چمتووالي په موخه د سريلانکا پلازمېنې کولمبو کې له تېرې یوې اونۍ راهیسې په بیلابېلو برخو کې بشپړ تمرينات ترسره کړي دي.

د اګست پر ۳۰ مه نېټه هم د افغان نولس کلنې ملي لوبډلې د روزونکو په غوښتنه د تمریناتو په جریان کې د سويلي افریقا پخوانى مشهور لوبغاړی جونټي رهو‌‌‌‌‌‌ډز هم د لوبغاړو لیدلو ته راغلی وو او د غوره توپ نیونې په اړه یې له افغان لوبغاړو سره خپلې تجربې او مشورې شریکې کړې وې.

افغان لوبډلې د اسیا جام سیالیو وړاندې په دوه تمریناتي سیالیو کې هم بریاوې ترلاسه کړي دي چې د پیل په لوبه کې متحده عربي اماراتو او په دوهمه لوبه کې کولمبو لوبډلې ته ماتې ورکړه، اوس نو داسې هیلي شته چې په اسیا جام کې ښې لوبې ترسره کړي.

د نوولس کلنو لوبډلو ترمنځ د اسیاجام سیالیو زیاتې اتلولۍ هندۍ لوبډلې ګټلي،چې پنځه ځلې یې د یادو سیالیو اتلولي خپله کړي.

یاده دې وي چې افغانستان هم په ۲۰۱۷ کال کې د یادو سیالیو په فاینل لوبه کې سیالې پاکستانۍ لوبډلې ته د ۱۸۵ منډو په توپیر سختې ماتي په ورکولو سره د یادو سیالیو اتلولي خپله کړي وه.