fbpx

افراسیاب: علي وزیر او محسن لکه د وزیرستان غرونه په خپل دريځ کلک ولاړ دي

خبریال وېبپاڼه / ۴ سپټمبر ۲۰۱۹- د پښتنو مخکښ سیاستوال او پخوانۍ سناتور افراسیاب خټک وايي، چې علي وزیر او محسن داوړ د حق او انسانیت دریځ غوره کړی او پرخپل دې دریځ لکه د وزیرستان غرونه کلک ولاړ دي.

افراسیاب خټک نن چهارشبنه(د سپټمبر ۴مه) په هري پور زندان کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ له غړو او په قامي اسامبلۍ کې د وزیرستان له استازیو علي وزیر او محسن داوړ سره وکتل.

افراسیاب له ځینو رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې په لومړي سر کې د هري پور زندان چارواکو اجازه ورنه کړه، چې زندان ته ننوځي؛ خو له درې ساعته انتظار وروسته د ننوتو اجازه ورکړل شوه.

افراسیاب وايي، چې له علي وزیر او محسن داوړ سره یې ترنیم ساعت پورې خبرې او مجلس وکړ.

ده زیاته کړه: «ما له علي وزیر او محسن سره ډېرې خبرې وکړې. هغوی په خپل موقف داسې کلک ولاړ دي، لکه څرنګه چې د وزیرستان غرونه کلک ولاړ دي. دوی د حق او انسانیت موقف غوره کړی.»

نوموړي همدارنګه هیله څرګنده کړه، چې علي وزیر او محسن داوړ ته به په قانوني توګه له زندانه د وتلو موقع برابره شي.

افراسیاب ټينګار وکړ، چې له علي وزیر او محسن سره د ټول وزیرستان پښتانه او ان پاکستان کې ټول جمهوریت پلوه خلک ولاړ دي، دوی به حتمي له دې زندانه ازادېږي.
علي وزیر او محسن داوړ دواړه سږ کال د مې میاشتې پر ۲۶ مه نېټه د خړ کمر پېښې او له هغه وروسته د سړک غاړې ماین د چاودنې په تور د پاکستانې پولیسو لخوا نیول شوي و.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د خړ کمر پېښې په اړه ويلي و، چې د مې میاشتې پر ۲۶مه نېټه د شمالي وزیرستان په خړ کمر سیمه کې د پاکستاني عکسرو په ډزو کې د دوی ۱۴ غړي شهیدان شوي او تر ۴۰ زیات نور ټپیان شوي و.

خو د پاکستان پوځ بیا وايي، چې لاریون کوونکو د علي وزیر او محسن داوړ په مشرۍ د دوی پر پوسته برید کړی، چې په پایله کې یې د پوځ پنځه تنه ټپیان شوي وو؛ خو د پاکستان پوځ تر اوسه د خپلې دغې ادعا د ثبوت لپاره هېڅ ډول ريښتینی ثبوت نه دی وړاندې کړی.

د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ(سه شنبه) علي وزیر او محسن داوړ دواړو د پېښور د سترې محکمې له مشر غوښتنه کړې وه، چې د دوی دوسیه د بنو پرځای په پېښور واچوي، خو له بدغه مرغه د دوی دغه غوښتنه ونه منل شوه او دوسیه یې بنو ته واستوله.

بلخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر غړي وايي، چې پارلمان او محکمې د پاکستاني پوځ تر فشار لاندې دي؛ نو ځکه خو د علي وزیر، محسن داوړ او همدارنګه د دغه غورځنګ د نورو غړیو د دوسیو د اورېدو نېټه نه ټاکل کېږي.

روح الله زهیر