fbpx

د ځمکې پرمخ سیارې؛ ښايي تر اوسه مو نه وې لېدلې!؟

خبریال وېبپاڼه / ۵ سپټمبر ۲۰۱۹ – بشر له خپلو ټولو علمي پرمختګونو سره هڅې کوي، چې کهکشانونو، سپوږمۍ، سیارو او د هستۍ ګوټ ګوټ ته ورسېږي؛ خو تر اوسه نه دی توانیدلی چې خپله دغه هيله پوره کړي. دا خو پر خپل ځای پرېږده، حتا د ځمکې پرمخ هم ګڼ شمېر داسې ځایونه او مکانونه شته چې تر اوسه همداسې ناپېژانده پاتې دي. که لږ څه د خپلې دغې ځمکې پرمخ وګرځئ، دومره ډېر عجایب او هېښوونکي ځایونه به ووینئ، چې بیا به د نورو سیارو د کشفولو په فکر کې نشئ؛ یعنې د ځمکې پرمخ داسې پدیدې شته چې پرې باور نشې کولای او که وغواړي چې باور پرې وکړې، نو باید له نږدې یې وګورې.
په لاندې کرښو کې د ځمکې پرمخ د څو هغو عجیبو او حیرانوونکو منظرو او ځایونو په اړه خبرې شوې، چې له آسماني سیارو کم نه دي.

۱   د سوکوترا ټاپو(Socotra Island)، یمن
له شک پرته، کله چې په لومړي وار د سوکوترا ټاپو هېښوونکې او جالبې ونې ووینئ، نو ګومان به وکړئ، چې د سوکوترا ټاپو له یوې بلې سیارې څخه ځمکې ته راښکته شوې ده.
د ښامار د وینو ونې(dragon’s blood tree) یو بې جوړې او بیخي ښکلې ونې دي، چې یوازې د یمن په سوکوترا ټاپو کې لیدل کېږي. د سوکوترا دغه کوچنۍ ټاپو په یمن او د هند اقیانوس په څنډه کې پرته ده. سوکوترا د خپلو ژوندیو موجوداتو د پراخه طیف له امله مشهوره ټاپو ده. په دغه ټاپو کې ۸۰۰ ډوله نایابه ونې او ګیاوې را ټوکېږي، چې له هغو څخه یې «د ښامار د وینو ونې» د ځمکې د مخ په هېڅ ځای کې نه پیدا کېږي.
په ټوله کې د سوکوترا ټاپو چاپېریال له پراخه زرغونو ساحلونو، آهکي غارونو او دنګو غرونو تشکیل شوی دی او ګیاوې او ونې یې له دې امله عجیبې او جالبې دي، چې وچ او ګرم اقلیم لري.
پته: یمن، عدن، د عدن د خلیچ لوېدیځ.

۲   د ناټرون سیندګی(Lake Natron)، تانزانیا:

څو کاله وړاندې د ناټرون په سیندګي(دریاچه) کې د یو شمېر مالګینو موجوداتو بقایاوې کشف وې او دا کار د دې لامل شو، چې نن د دغه سنیدګي په اړه ډېرې خبرې او ډول ډول آوازې اورېدل کېږي. که پلټنه وکړو نو په دغه سیندګي د مومیایي شویو موجوداتو یو شمېر انځورونه به ووینو. ناټرون یعنې هغه سیندګی چې ژوندي موجودات سملاسي په ډبره بدلوي!
د ناټرون سیندګی سور رنګ لري او دا چې د اوبو تیزابي خاصیت یې بې کچې لوړ او سوځوونکی دی، نو له همدې امله د سوځوونکي سیندګي په نوم شهرت لري. د دغه سیندګي ph شاوخوا لس نیمې درجی دی او دومره سوځوونکی دی چې د هغو ژویو او ځناورو پوست او سترګې په اسانۍ سره سوځوي، چې له دې سیمې سره سازګاري نه لري. خو د ځینو رسنیو د اغراق خلاف د دغو تیزابي اوبو تیزوالی او سوځونه دومره زیاته نه ده، چې حیوانات په سملاسي توګه په ډبرو بدل کړي.
پته: آفریقا، تانزانیا، ناټرون

۳   د ژانګ جیاجي ملي پارک(Zhangjiajie National Forest Park)، چین

که د ژانګ جیاجي ملي پارک یوازې یوه جالبه منظره وبولو، نو دا به د دغه لوی او طبیعي شهکار پروړاندې یوه ستره جفا وي. دغه ۳۰۰ کیلو متری ملي پارک عجیب او هيښوونکي ډبرین آسمان څکي لري. ځینې دغه ډبرینې پايې حتا د نیویارک د امپایر سټيټ له برج هم دنګې دي. ترټولو جالبه خو دا ده، چې په «اوتار» فیلم کې د پاندورا د دنیا د جوړولو لپاره له دغه هيښوونکي او عجیب ملي پارک څخه الهام اخېستل شوی دی.
د نړۍ ترټولو اوږد شیشه یي پُل، یو ډول هوايي لېفټ او یوه ډېره کږه وږه لار د دغه ملي پارک ترټولو مهم او په زړه پورې ځایونه دي.
پته: چین، هونان، ژانګ جیاجي.
نور بیا….
ژباړه: روح الله زهیر

Your SEO optimized title page contents