fbpx

نازیه اقبال او جاوید فضاء په خپله پریکړه پښېمانه شوي

خبریال وېبپاڼه/ ۵ سپټمبر ۲۰۱۹ – تېره شپه د پښتو ژبې وتلې سندرغاړې نازیه اقبال له خپل افغان خاوند جاوید فضا څخه د کورني تاوتریخوالي له کبله طلاق واخیست او خاوند یې هم طلاق ومانه، خو نن یو ځل بیا دواړه په خپله پریکړه باندې پښېمانه شوي او وایي، چې په خپلو کې به د ګډ ژوند کولو پریکړه بېرته د مذهبي احکامو له مخي کوي.

په ټولنیزو رسنیو د نازیه اقبال او د هغې د خاوند جاوید فضاء ترمنځ دطلاق د ویډیو د خپریدا وروسته دواړو پرېکړه کړې چې په خپلو کې به بېرته د ګډ ژوند کولو پرېکړه د مذهبي احکاماتو له مخې کوي.

په خپره شوې ویډیو کې ښکارېدل چې نازیه اقبال له خپل خاوند جاوید فضاء څخه غواړي “زه نازیه اقبال په خپل هوش او حواص کې پخپله جاوید فضاء نه طلاق اخلم، زما نور دده سره ژوند نه تیریږي.

جاوید فضاء هم په ځواب کې درې ځلې خپلې مېرمنې ته د هغې په خوښه د طلاق ورکولو نوم تکرار کړ او طلاق یې کړه.

د طلاق د ویډیو د خپریدا وروسته نازیه اقبال او جاوید فضاء امریکا غږ ډیوي راډیو ته ویلي دي چې دوی په خپله پریکړه پښېمانه دي .

دواړه وایي، ” په ژوند کې له موږ یوه ستره تېروتنه شوې ده او په جزباتو کې یې دغه پریکړه کړې ده ځکه دواړه ماشومان لري او نه غواړي چې د ماشومانو ژوند یې په دې پرېکړه تریخ شي.”

د اسلامي قانون له مخې هم یو مسلمان خپلې ښځې ته د درېیو طلاقونو ورکولو اجازه لري چې د ‘طلاق’ توری درې ځلې پکې تکرار کړي دوی هم په دې ډول سره له یو بل جلا شوي دي.

نازیه او جاوید فضاء وایي، چې له دغې تېروتنې وروسته یې له دیني عالمانو هم پوښتنه کړې چې بیلا بېلو عالمانو ورته دحل لاره چاره ښودلې ده.

د نازیه او جاوید پر وینا ځینو دیني عالمانو ورته ویلي دي چې په اسلام کې په یو ځای درې طلاق یوازې یو طلاق حسابېږي او څوک وایي چې درې طلاقه هم درې حسابېږي، خو هغووی وایي د مشهوره عالمانو څخه به په دې هکله فتوه ترلاسه کوي او څه چې داسلام حکم وي هغې ته به دواړه غاړه ږدي.

په ویډیو کې د نازیه اقبال له څېرې ښکاريدل چې د دوی دواړوترمنځ طلاق د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوی دی. ،داسې هم ویل کېږي چې په پاکستان کې د دواړو ترمنځ ځیني اختلافات هم رامنځته شوي وو چې وروسته د یوې جرګې له لارې حل شوي دي.

څه وخت وړاندې نازیه اقبال د خپلو اولادونو سره یو ځای د پلازمېنې اسلام اباد څخه د لندن په لور تللې او هلته له خپل خاوند او ماشومانو سره مېشته شوې ده.

د نازیه اقبال خاوند په خټه افغان دی او هغه نه غوښتل چې نازیه اقبال هم په پاکستان کې د غزاله جاوید په برخلیک اخته شي نو له همدې امله یې لندن ته کډه کړې وه خو اوس دواړو ستره تېروتنه کړې ده.

نازیه اقبال او جاوید فضاء اوس د طلاق ستونزې لپاره د امریکا غږ ډيوه راډيو خبريال فاروق فراق د دوی ترمنځ دريمګړی ټاکلی دی، تر څو د دغه مشکلاتو د هواري هڅه وکړي او یو ځل بیا سره ګډ ژوند پیل کړي.

Your SEO optimized title page contents